
روهي (يوه نۍ/۲ د غوايي)، د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي، چې په لاهور کې د دوی د ډلې یو شمېر مشران د پولیسو لخوا نیول شوي، کوم مشران چې د يوې ولسي غونډې د جوړېدو په موخه هلته تللي وو.
د لاهور چارواکو د پښتو ژغورنې غورځنګ ته دا اجازه نه وه ورکړې چې دوی هلته غونډه تر سره کړي. د غورځنګ يو شمېر نور کسان وايي، چې پوليسو په لارهور د پښتون ژغورنې د راتلونکې غونډې د ناکامېدو هڅه کوي.
محسن داوړ، د پښتو ژغورنې یو مشر ویلي، چې په نیول شو کسانو کې منظور پښتین نشته. خو علي وزیر، عصمت شاه جهان، او د مزمل په شمول یي کسان نیولي.
دا په داسي حالی کې ده چې د پښتون ژغورنې لخوا اعلان شوي وه چې په روان میاشتې په اتمه نېټه ولسي غونډه په لاهور کې ده.
د پښتون ژغورني غورځنک د پورته ادعاوو او نېول شويو کسانو په اړه د د لاهور ايالتي ادارې او پوليسو تر اوسه څه نه دی ويلي.