
ملي احساس د هر انسان په زړه کې شته دی. کله چې ملي احساس د انسان په زړه کې ژوندی وي نو هغه کولی شي د ډېروانسانانو په ژوند کې بدلونونه راولي.
کله چې روسانو په افغانستان یرغل وکړ نو هلته څرګنده شوه چې زموږ د هر افغان په زړه کې ملي احساس ژوندی دی نو ټولو د روسانو په وړاندې جهاد وکړ ، هغه وخت ډېر افغانان هم په شهادت ورسېدل د افغانانو دا قرباني ددوی د ملي احساس څرګندونه وه.
له ملي ورځو لمانځنه هغه هم په ډېر خوند سره دا خپله ملي احساس دی، له امنیتي ځواکونو ملاتړ ، په ډېر غور سره د ملي سرود اورېدل ، له ملي شتمنیو ساتنه دا ټول د یوه انسان ملي احساس دی. کله چې ملي احساس ولرو موږ د پردیو له دسیسو خلاصېږو، له اقتصادي کلتوري، بې علمۍ فقر څخه خلاصون پيدا کوو.
بدبختانه په تېرو کلونو کې د خپلمنځیو جګړو پر مهال زموږ په اکثریتو مشرانو کې د ملي احساس نه شتون موږ له اږودې جګړې سره مخ کړلو.
زموږ په ولسي جرګې کې دوه ډلې استازي شتون لري له دې جرګې مې یادونه ځکه وکړه ،دا ځای د قانون جوړونې او تصویب کولو ځآی دی ، دلته موږ یوه ډله د ملي احساس لرونکي استازي لرو.
بله ډله مو هم هغوی دي چې هڅه کوي د افغانانو تر منځ تفرقه واچوي د افغانستان تابعیت له منځه یوسي د افغانستان نوم له منځه یوسي د حکومت د ملي مشرانو خلاف تبلیغات وکړي او داسې نورې مضرې کړنې یې ترسره کوي.
د ملي احساس لرونکي استازي زموږ هغه استازي دي کوم چې په برښنايي پېژندپاڼو کې د افغانانو د هویت غوښتنه کوله او د سره په قیمت یې پرديپالو ته اجازه ورنکړه چې د افغانانو په هویت لوبې وکړي، د حکومت له ټولو پروګرامونو یې ملاتړ وکړ او د افغانانو تر منځ یې تل د یووالي هڅې کړې دي.
د هلمند له سوله غوښتونکو څخه ملاتړ او په ټولو ولایتونوکې د خیمو درول د سولې یو غږ پورته کول دا خپله ملي احساس دی.
په افغانستان کې ټولو قومونو د یوه بل سره د رورونو پشان ګډ ژوند کړی د یو او بل درناوی یې کړی ، د ملي ارزښتونو څخه دد فاع په خاطر ډېر خطرونه یې په ځان تېر کړي.
اوس مهال دا چې افغانستان د نړۍ په کچه د خبرونو سرلیک ګرځېدلی ، زموږ ګاونډي هېوادونه دا نشي زغملی چې د افغانانو ملي احساس ددوی په زړونو کې ژوندی پاتې شې په مختلفونو رقمونو زموږ له اکثریت سیاسونو په استفادې هڅه کوي چې د افغانانو په منځ کې تفرقه واچوي زموږ ملي او کلتوري برخې زیانمنې کړي، ملي مشران مو تخریب کړي د مشرانو هڅې بې پایلې کړي.
خو په وروستۍ کې غواړم یادونه وکړم هغه دا چې د افغانستان حقیقي ولس کله هم د چا د دسیسو ښکار نه ګرځي زموږ په زړونو کې هېڅوک زموږ ملي احساس نه شي وژلی.
موږ به انشاءالله د خپل ملي دریځ او ملي احساس له مخې خپل هېواد له دې بحراني حالت څخه باسو.
د تل پاتې سولې په هیله