
څلوېښت کاله کډ ژوند او د طلاق تريخه پرېکړه
ډاکټر نجيب ويال
د واده يې څلوېښت کال تېر شوي وو، ښځې او خاوند پرېکړه چې له يو بل جدا شي، طلاق واخلي، نو دوی د وکيل دفتر ته لاړ. د طلاق ليک د لاسليک په وخت کې په زړه غمګېنې مېرمنې خاوند ته وويل، "زه نور ستا سره کډ ژوند ته ادامه نه شم ورکولی، په دې اړه بښنه غواړم."
خاوند ميرمنې ته وويل، "سمه ده، زه په پوهيږم."
په دغه ورځ چې دوی له يو او بل څخه طلاق اخېستلو، نو دواړه د ورستي ماښام د ډوډۍ لپاره بهر لاړ. دواړه د ډوډۍ ميز ته چوپ او خاموشه کېناستل. کله چې ډوډۍ را ورسېده، نو خاوند د چرګې د پښې غوښه خپلې ميرمنې ته ورکړه.
خاوند وويل، "دا واخله، زه پوهيږم، چې تا ته دا خوند درکوي."
ميرمنې يې وويل، "دغه ستونزه ده، ته فکر کوې چې ته په هر څه پوهيږي، خو ته په دې اړه اندېښنه نه کوي، چې زه څنګه احساس کوم. آيا ته نه پوهيږي چې زه د چرګې د ران غوښه نه خوښوم؟"
په هغه شپه ښځې او خاوند دواړو هېڅ خوب ونه کړ. خاوند يې د طلاق په پرېکړه ډېر پېښمانه وو. خاوند ته خپله مېرمنه يادېدله، غوښتل يې چې دې ته وايي، چې زه بښنه غواړم، په خپلې پرېکړې پېښمانه يم او درسره مینه لرم. خاوند يې له بسترې راپورته شو او دي ته يې زنګ وکړ. په پرله پسې ډول يې خپلې ميرمنې ته زنګونه ووهل، خو هغې ځواب ورنه کړ.
ميرمن يې هم اندېښمنه وه، فکر کې وکړ، چې په دې ټول ژوند کې يې خپلې تېروتنې درک نه کړې. دي هم له خپل خاوند سره ډېره مينه درلودله، خو يو او بل يې نور نه شول زغملی. ميرمنې يې د خپل خاوند زنګ پورته نه کړ او دا يې هير کړل چې هغه د زړه ناروغي لري.
يوه ورځ وروسته، ميرمن يې خبره شوه، چې خاوند يې د زړه د حملې له امله ومړ. هغه وخت چې خاوند يې ميرمنې ته زنګ وهلو، نو ده يو ليک هم ليکلی وو.
ميرمنې يې ليک پيډا کړ او په کې ليکل شوي وو، "زما ګرانې ميرمنې! يو وخت به ته دغه ليک ولولي خو زه به ستا په خوا کې نه وم. ما باندې وخت تېر شوی دی او يوه ورځ به د زړه حمله ما واخلي. ما تاته دغه د بيمې پاڼه پرېښوده. دغه بيمه پاڼه يوازې سل زره امريکايي ډالر ارزښت لري او زه هيله لرم، چې دغه پيسې به هغه ژمنه پوره کړي، چې ما له تا سره ۴۰ کاله وړاندې کړې وه، چې زه به هر وخت ستا سره مينه کوم.
په ځان دې فکر ساته........ ستا سره مينه لرم. ستا خاوند .......