
روهي (نۍ/۱ د غوايي)، جیمز کومي د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې یا FBI پخوانې مشر چې یادښتونه يې د پنجشنبې په ورځ ښکاره شول. د يادو يادښتونو په اړه ولسمشر ټرمپ په اندېښنه کې ده او شنونکي په دې باور دي، چې د پردې تر شا د ټرمپ او روسيې همکاري به رسوا شي.
د کومي په یادښتونو کې راغلي دي چې ټرمپ د هغو ادعاو په هکله اندیښمن دي چې روسیې د امریکا د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې له ده سره مرسته کړي او د ياد هېواد په مرسته دی بریا ته رسیدلی.
نوموړي ادعا کړې چې هغه ويډیو هم موجوده ده چې "ټرمپ له روسيو بدلمنو ښځو سره يو ځای ښکاره کوي.
د جيمز کومي په وينا، چې د مارچ په دېرشمه نېټه د يوې لېدنې په ترڅ کې ولسمشر ټرمپ ورته ویلي، "غواړي چې هیواد سم اداره کړي خو، د روسیې مسلې ورته دغه کار ستونز من کړي."
ولسمشر ټرمپ هغه وخت جيميز کومي له دندې ګوښه کړ، چې نوموړي د امريکا د ۲۰۱۶ ز کال د ولسمشريزو ټاکنو په اړه د ټرمپ په ګټه د روسيې د لاسوهنو په اړه پلټنې پيل کړې.
ټرمپ د کومي د یادښتونو د بربنډیدو په غبرګون کې تیره شپه ناوخته پخپل ټویټر کې ولیکل چې "د جیمز کومي یاداښتونه راووتل او په څرګنده ښيي چې نه دسیسه او نه هم توافق موجود وو.