
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، غويي لومړۍ) ویل شوي، چې د قزاقستان هېواد لوړپوړو چارواکو له امریکايي مسوولینو سره هوکړه کړې ده، چې د دوی له بندرونو به امریکايي ځواکونه تجهیزيږي.
د رسنیو راپورونو له مخې، د یادې هوکړې پر بنسټ به امریکايي ځواکونه کاسپین بحیرې ته لاسرسی لري.
په راپورنو کې راغلي؛ امریکا به د قزاقستان له بندرونو خپل وسایل او توکي افغانستان ته لېږدوي.
معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې هم له دغه بندر امریکايي پوځيان تجهیز کېدل.
خو د تېر ۲۰۱۷ میلادي کال د یوې هوکړې له مخې دوی اوس کولی شي له دغه بندر د خپل تجهیز کچه لوړه کړي.