
روهي (نۍ/۱ د غوايي)، په فرانسه کې يوې محکمې د الجزاير هېواد يوې ميرمنې ته ورکړل شوې تابيعت ځکه له نوموړې بېرته اخېسته دی، چې دغه مسلمانې مېرمنې د تابيعت د اخېستو په وخت کې نارينه مامورينو ته د لاس ورکولو څخه ډډه کوله.
محکمې ويلي، چې نارينه مامورينو ته د لاس نه ورکول، دا په ډاګه کوي، چې نوموړې ميرمن د فرانسې له قوانينو او فرانسوۍ ټولنې سره توافق نه شي کولی او په همدې اساس ورکړل شوی تابيعت ورڅخه اخېستل شوی دی.
الجزايرۍ ميرمنې د فرانسې لوړو قضايي ارګانونو ته په دې اړه شکايت کړ، خو ټولو قضايي ادارو د لومړۍ محکمې پرېکړه تائيد کړې ده او نوموړې ته يې د تابيعت له ورکولو ډډه کړي.
د الجزاير هېواد دغه مسلمانه مېرمن چې نوم نه دی ذکر شوی، چې په ۲۰۱۰ ز کال کې فرانسې ته تللي او تر اوسه هلته ژوند کوي.
له دې وړاندې هم، په اروپايي هېوادونو کې مسلمانو ميرمنو ته د حجاب او نورو ديني اصولو په اساس ستونزې جوړې شوي او له يو شمېر مدني حقوقو څخه بې برخې شوې وې.