د (بيا استعمال) د نښان په جوړولو سره ۱۷۲۶ کسانو نړېوال رېکارډ خپل کړ

روهي (نۍ/۱ د غوايي)، د هندوستان په چېنای ايالت کې ۱۷۲۶ کسانو چې ټولو يې شين رنګه جامې اغوستي او خولۍ يې پر سر وې، د اوبو د ساتنې په موخه يې د (بيا استعمال) يو نښان (لوګو) جوړ کړ، چې په دې سره يې نړيوال رېکارډ خپل کړ.

دغه ۱۷۲۶ کسان ټول په دايروي بڼه سره راټول شوي، او په درېيو وکټورونو کې يې داسې يو شکل جوړ کړی وو، چې موخه ورڅخه د اوبو او نورو سرچينو څخه د بيا ګټې اخېستنې په مانا وه.

په هندوستان کې دغه کمپاين د ځمکې د نړيوالې ورځې په موخه په کار اچول شوی، چې د اپريل په ۲۲ مه نېټه به ولمانځل شي.

له دې وړاندې په ترکيه کې ۷۵۱ کسانو د ځمکې او اوبو څخه د بيا استعفادې، کم مصرف او د ضايعاتو د مخنيوي په موخه کې دا ډول رېکارډ خپل کړی وو، چې د هندوستان د چينای ايالت دغه نوي رېکارډ پخوانی رېکارډ مات کړ.