ایران بیا خپل اټومي فعالیتونه پيلوي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، غويي لومړۍ) د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، دوی له امریکا او نورو اروپايي هېوادونو سره د اټومي فعالیتونو په برخه کې هوکړه لري.
 
په وینا یې، هېڅکله دغه هوکړه په یو اړخیزه توګه نه عملي کېږي.
 
نوموړي زیاته کړې، چې امریکا له دې وروسته پر ایران لا ډېر بندیزونه وضع کړي، نو دوی هم تیار دي چې خپل اټومي فعالیتونه له سره پيل کړي.
 
ښاغلي ظریف ویلي، که دا هوکړه نقض شي تر پخوا به په لا ډېر شدت او قوت اټومي فعالیتونه پيل کړي.
 
د هغه په خبره، دوی تل هوکړې ته ژمن دي، خو په دې شرط چې نور به هم دغه هوکړې ته ژمن پاتې شي.