
له کله چې اسلام آباد د ترهګرۍ پر ضد له جدي اقدماتو او له افغانستان سره د سولې په راوستلو کې له ریښیتنې همکارۍ مخ واړاوه، د ملي یووالي حکومت پر پاکستان د فشارو راوړلو لپاره د نورو بدیلو لارو په لټه کې شو. تر اوسه په دې برخه کې د حکومت د هڅو مثبتې پایلې محسوسې دي. افغان حکومت وتوانېد چې د افغان سولې لپاره یوه نړیواله او سیمه ییزه اجماع رامنځ ته کړي. د دې اجماع رامنځ ته کېدو مرسته وکړه چې پر پاکستان فشارونه لا پسې ډېر شي چې د ترهګرۍ له پاللو لاس واخلي او په افغانستان او سیمه کې د امنیت او ثبات له ټیګښت سره مرسته وکړي.
د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر چې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو سیاستونو په لوبولو کې هسک لاس لري، ظاهرا د سولې پروسې مدیریت هم کوي. نوموړې د سولې په برخه کې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پياوړي کولو په هڅو کې له سعودي عربستان، امریکا او ځینو نورو هېوادونو وروسته، اوس غواړي چې پر پاکستان د فشار راوړلو په برخه کې د چین له نفوذ څخه ګټه پورته کړي. چین ځکه د افغانستان لپاره مهم دی چې، دغه هېواد یوازنۍ قدرتمند هېواد دی چې پاکستان يي د امریکا خلاف، په غېږ کې نیولی.
په اوس کې له چین څخه د افغانستان تمه ځکه ډېره ده چې چین په نړۍ کې د اوس لپاره ثبات غواړي او هڅه کوي چې د اقتصاد محوره سیاست په مټ په نړۍ کې د خپل قدرت ریښې غښتلې کړي. په بله وینا چې د چین او پاکستان سیاستونه له یو بل سره په ټکر کې دي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر، د چین له لوړپوړو چارواکو سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او همکاريو پر پراختیا بحث کړی. ملي امنیت سلاکار په چین کې د سیمې پر ثبات اندېښنه څرګنده کړې چې د سیمې روان حالت ته په کتو سره په افغانستان او سيمه کې د سولې او سیمه ییز ثبات د ټینګښت له پاره اړتیا زیاته شوې نو اوس، د چين د سياسي مشرتابه د رغنده رول پراخېدل یوه اړتیا ده. په سیمه کې د چین شته نفوذ ته په کتو، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د سولې بهیر په بریالیتوب، اقتصادي همکاریو په بهبود او په ځانګړي توګه د سیمه ییزې اجماع په پیاوړتیا کې د دغه هېواد نقش او رول تر ټولو اغېزمن دی.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وانګ افغان لوري ته ډاډ ورکړی، چې د چین سیاسي رهبري افغانستان ته د یوه مهم ګاونډي هېواد په سترګه ګوري او په افغانستان کې د سولې او ثبات له بهیر څخه ملاتړ کوي. چین همداراز ژمنه کړې چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ترهګریزو ګروپونو د له منځه وړلو په برخه کې به خپلې مرستې د پخوا په پرتله نوره هم زیاتې کړي.
د چین د ژمنو دغه نوې بسته د افغانستان لپاره د یوه زیري په توګه محاسبه کیږي. دا مرستې ښايي پر پاکستان د فشار راوستل وي چې په سیمه کې نور له ترهګرۍ پلوه سیاستونو سره مخه ښه وکړي.
ټاکل شوې د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونكى غونډه په کابل کې جوړه شي. هیله ده چې په دې غونډه کې پاکستان قانع کړای شي چې ترهګري نوره نه د سیمې او نه هم نړیوالو ته د زغم وړ ده او دا هېواد باید د ترهګرۍ پرضد ریښتیني اقدامات وکړي.