سیریل زاماپوزا، د کورنيو کډوډيو له امله د لندن کنفرانس په نيمه کې ترک کړ

روهي (نۍ/۱ د غوايي)، د سويلي افریقا ولسمشر (سیریل زاماپوزا) په لندن کې د مشترک المنافع هېوادونو کنفرانس په نیمه کې د کور دننه ګډوډۍ له امله پریښود او کورته راستون شو.

دغه تاوتریخوالي د جنوبي افریقا په شمال کې د هغه لاریون له امله دی، چې ځینو یې په دغه ولایت کې د کار، سرپناه او فساد له منځه وړلو غوښتنه کوله. په دغه ولایت کې هټۍ لوټل شوي، لارې تړل شوي او ملي بسونو ته اور اچول شوي دی.

په جنوبي افريقا کې دغه لاریون د چهارشنبې نه پیل شوي دی. لاريون کوونکي د والي ګوښه کېدل غواړي او والي د سیریل زاماپوزا نېږدې مس او ګوندي ملګری دی.

د ولسمشر دفتر ویلي چې ولسمشر سیریل زاماپوزا به ياد ولايت ته سفر وکړي او ستونزې به له نېږدې وګوري.