
روهي (نۍ/۱ د غوايي)، د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون نن ورځ اعلان وکړ، چې د شمالي او سويلي کوريا ترمنځ د خبرو په پار يې تر راتلونکې يوې اونۍ خپلې اټومي او توغنديزې ازموينې ځنډولې دي.
د شمالي کوريا دولتي رسنۍ ويلي، چې نور د اټومي او توغنديزو وسلو ازموينو ته اړتيا نشته او دغه پروګرام اوس بشپړ شوی دی.
د شمالي کوريا رهبر وايي، چې د اټومي وسلو د ازموينو له ځنډ څخه يې موخه د کوريا په ټاپوزمه کې د اقتصادي او سياسي پرمختګونو منځ ته راتلل او همدا ډول د دواړ کورياګانو ترمنځ په راتلونکې اونۍ کې ناسته ده.
د شمالي کوريا د يادې پرېکړې په اړه ګاونډ هېواد سويلي کوريا ويلي، "شمالي کوريا اوس د اټومي وسلو د پرمختګ او ازموينو پرځای خپل ډېر فکر په سيمه کې اقتصادي پاليسو ته ورکړی دی او دا کړنه د کوريا ټاپوزمې په ګټه ده."
ټاکل شوې ده چې کېم جونګ اون به د روانې مياشتې په ۲۷ مه نېټه د سويلي کوريا له ولسمشر سره وګوري او له هغې وروسته به په يوه بېله ناسته کې راتلونکي مياشت د امريکا متحدو ايالتونو له ولسمشر ټرمپ سره د شمالي کوريا د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي.