غزل

دامي ګناه ده چي پشتون يم خدايي
دپشتني ليـــــلا مجنون يم خــــدايي
دځمکې سر راته سوراورجانانـــــه
په وينو سورنن ځګر خون يم خدايي
دوست مي پيدانه کي دزمکي په سر
سي يولشکر وخت دبدلون يم خدايي
زمـــــوږپه مريو بلا چـــــــــړي پوڅي
وه هرپيرعون ته نن تيغون يم خدايي
تندرخوتل دپشتانه وي پـــــــه سر
دګل دپاڼو تريخ مضمون يم خدايي
په لـــــــراوبــــــــرده ابا ګـــــډه ګلي
دملي کاروان په لټون يم خدايي
دګوند بازي نه لاس په سرپشتنو
دنوي ژوند روڼ سباوون يم خدايي
تل لکه بادام په سرکاڼي خوروموړ
پشتنويوګل دپرون يم خدايي
دسورکوشونډودي قربان لاليه
الکوزي سرپه زنګون يم خدايي
 
منان الکوزي کوټه