
اتمر صیب چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار دی، یو لوړ مدیر دی چې په دې درې کلونو کې یې وکولی شو د افغانستان امنیت شورا ته نړیوال شهرت ورکړي او همدا راز یې وکولی شو چې د افغانستان ولس ته د امنیت شورا ارزښتونه وروپېژني.
اتمر صیب تر خپلو مسوولیتونو ډېر کار دې هېواد او خلکو ته کړی موږ یې ښې بیلګې لرو، لومړی د سولې په اړه د څو اړخیزو ناستو جوړېدل او د نړۍ مختلفو هېوادونو ته سفرونه ، دوهم کار یې هېواد د پاره د نظامي ،اقتصادي ،د زده کړو ، بیا رغونې او داسې نورې اړینو برخو ته د مرستو را جلب
کول یې ښې بیلګې دي.
لومړی د اتمر صیب د سولې هڅو څخه یادونه کومه!
دا یو څرګند حقیقت دی چې پاکستان تل د افغانستان په چارو کې لاسوهنې کړي په خپله غېږه کې یې ترهګر ساتلي او هڅه یې همدا ده چې په افغانستان کې جګړه همداسې توده وساتي.
خو ددې د پاره چې د افغانستان خلک آرام او خپلواکه ژوند وکړي زموږ مشر اتمر صیب یوه شېبه هم آرام ندی ناست او افغانستان کې د سولې د رامنځته کیدو او د ترهګرۍ پرضد مبارزي ، په برخه کې د سیمي او نړۍ په کچه هڅې، او سفرونه کړي او دغه هڅې يي دوام لري.
لومړی کله چې له اسلامي حزب سره د سولې خبرې پيل کېدې له همغې وخت څخه اتمر صیب هڅې وکړلې چې ښه پایله یې هم لرله.
اتمر صیب د نړۍ ډېرو هېوادونو ته سفرونه وکړل چې د سفرونو ډېرې برخې لرلې، د سولې په برخه کې یې وکولی شو چې د ډېرو هېوادونو توجع را جلب کړي چېد افغانستان د سولې څخه د ملاتړ تر څنګ عملي اقدام هم وکړي چې همداسې وشول، اتمر صیب سعودي عربستان ته د سفر پرمهال یې د سعودي له چارواکو سره د سولې په اړه خبرې وکړې او قناعت یې ورکړ چې ترهګري یواځې د افغانستان دپاره ګواښ ندی دا ګواښ د سیمې او ټولې نړۍ د پاره دی باید د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ټول هېوادونه ګډه همکاري وکړي چې د خبرو سره د سعودي چارواکو له اتمر صیب سره ژمنه وکړه چې د افغانستان د سولې پروسې پروسه کې عملي ګډون به کوي، د اتمر صیب په هڅو سیمه ییزه اجماع را منځته شوه چې د سولې د ټينګښت او د ترهګرۍ سره په مبارزه کې باید ګډه سیمه ییزه مبارزه وشي.
بهرنیو هېوادونو ته د اتمر صیب سفرونه له لاسته راوړنو خالي نه وه، اوس مهال د چین د چارواکو په بلنه اتمر صیب یاد هېواد ته لاړی دی ، هلته به د چین هېواد له چارواکو سره د افغان سولې تر څنګ د افغانستان په اقتصادي پوځي او نورو برخو هم بحثونه وکړي چې وروسته به روسې هېواد ته هم سفر کوي.
اتمر صیب د سیمې په کچه یو پياوړی سیاستمدار دی چې کولی شي د خپلو خبرو د لارې د مقابل لوري پام خپله کړي.
پاکستان د افغانستان سره سرحدي لارې بندې کړلې په افغانانو یې دروازې بندې کړلې او غوښتل یې پر افغانستان فشار راوړي او د خپل تیاره سیاست تر اغیز لاندې یې راولي، خو د ملي امنیت سلاکار په ډېرې آسانې او زیرکتیا سره وکولی شول چې پاکستان دې ته راضي کړ چې په سرحدونو کې دروازې خلاصې کړي.
اتمر صیب د سیمې او نړۍ د پاره یو د باور وړ سیاستمدار دی نو ځکه تل په مهمو غونډو د ګډون د پاره د نړۍ هېوادونو ته سفرونه کوي.
د اتمر صیب د پاره له الله ج څخه ډېر عمر غواړم ځکه د افغانستان د پاره یو مهم مشر دی چې د ډېرو افغانانو هیلې ورسره تړلې دي.