
روهي (جمعه/۳۱ د وري)، نن د څلورمې جمعې لپاره هم، په غزه کې د اسرائيلي حکومت پر وړاندې د فلسطنیانو لاريونونو دوام درلود.
په غزه کې د نن ورځې په لاريون د بريد له امله څلور کسانو وژلي شوي، چې يو په کې ۱۵ کلن ماشوم وو او ۶۴۵ نور په کې ټپيان شوي دي، چې په ټپيان کې هم ۱۵ کم عمره ماشومان دي.
په غزه کې دغه لاريونونه د مارچ په ۱۵ مه نېټه پيل شوي چې د مې مياشتې تر ۱۵ نېټې پورې به دوام وکړي. دغه لاريونونه د ۱۹۴۸ ز کال د هغه پښې د اويايمې کليزې په غبرګون کې تر سره کيږي، چې اسرائيلي حکومت ۷۵۰۰۰۰ فلسطنیان له خپلو کورونو څخه په زور شړلي وو.