څنګه د موټرو او ماشومانو د غلا مخه ونیسو؟‎

کله چې ما خپل دريم سافټوير د درک په نوم‌ د ترافيکو رياست لپاره جوړ. هغه سافټوير کورنيو چارو وزارت تاييد کړ، د مخابراتو وزارت او نړيوال بانګ جايزه يې هم وګټله، خو بيا هم کورنيو چارو وزارت عملي نکړ.

له دي وروسته ما تصمیم ونیو، چې د ټرافیکي پیښو د مخنیوي او د موټرو او ماشومانو له غلا کیدو څخه د خوندیتوب او د موټرو د پلټنې لپاره باید زه شخصي کار وکړم. اوس شکر له ملګرو سره په ګډو هڅو مو دا کار وکړ، کمپنۍ مو جوړه کړه چې شاخوا سلګونو موټرو او اشخاصو ته مو په ډيری ولايتونو کې د ردیابي یا پلټنې خدمتونه ور رسولي. تر پرون پورې مو د څو ښوونځو، علمي مرکزونو او نورو ادارو موټرونو ته هم دا سيسټم عیار کړ، چې دوي يې خپله کنټرولوي او په نژدې راتلونکې کې به چې ددوي ټولو زده کوونکو ته واړه جي پی ایسونه ورکړو ترڅو مور پلار او اداره یې وڅاري.

زه غواړو دا خدمتونه پراخ یې کړم، هېوادوالو ته نوي ټکنالوژۍ ورسوو، اوس غواړم زموږ د سیستم د کار په څرنګوالي معلومات درکړم.

اوس زموږ کار درې برخې لري یو یې ډيتابیسونه دي، چې موږ یي روغتونونو،شرکتونو او ښوونځیو او پوهنتونونو او نورو ادارو ته د هغوي د کارونو د مدیریت او اسانتیا په خاطر جوړوو، ویب سایټونه او بل ټرکينګ يا رديابې خدمتونه دي.

د پلټني(ردیابي) لپاره موږ په لاندې درېيږ برخو کي کار کوو:
۱: د موټرو پلټنه یا ردیابې: موږ د جي پی ایس دا آله د موټر په یو پټ ځای کې نصب وو. چې هیچا ته نه معلومیږي چې دا آله چېرته نصب سوي. ځکه د عیارولو په وخت کې هیڅوک نژدي نه پریدو، او له خپل سیستم سره وصل وو، او د موټرو خاوند په موبایل کې اپلیکشن انسټال وو، او له خپل موټر سره یې ورته وصل وو. چې د موټر سرعت، موقعیت، د حرکت لوری، عکسونه، غږ، په ژوندي بڼه حرکت او نور ډیر څه ورته معلومیږي، د اړتیا په وخت کې خاوند یې کولای سي، خپل د موټر انجن، د برق سیستم ددي اپلیکشن یا اس ام اس کود له لارې چالاند یا بند کړو، نور که غل کيلې هم ولري هیڅ نسي کولاي. موږ او د موټر خاوند د موټرو چالاندیدو او بندیدو او لوړ سرعت،خطر په وخت د اس ام اس او اپلیکشن له لارې خبرتیا ترلاسه کوو. د تيلو راډ په ټانکۍ کی نصبېږي چې بيا په اپليکيشن معلوميږي چې څومره تيل په ټانکۍ سته، چا چيرته تيل ور لويدلي، موقعيت، نيټه، وخت، څومره اچول سوي يا ختلي…

زموږ د GPS سيسټم په ټول هېواد کې کار کوي.
د موټر خاوند د موټر دننه خبرې اوري، او خاوند یې وغواړي کمره په موټر کې نصبیږی، او هر پنځه دقیقې وروسته عکس اخلي او د موټر خاوند ته يې ليږي، په عکسونو کي ووينئ…

۲: د وسایلو پلټنه: که تاسو جنراتور لري یا د کارټینر،زیرمه یا بله داسې بل غواړم پوهه سي څنګه او چېرته دي. مثلاً جنراتور د موبایل اپلیکشن له لارې بند او چالاند کولای سي، یا پوهیږم کله چالاند سوی، کله بیرته ګٌل سوي، څومره تیل یې مصرف کړي،… یا کارټینر یا سودا لیږي بل ځاي ته پوهه سي چې اوس چېرته دي.

۳: د زده کوونکو پلټنه: که میندي او پلرونه غواړي پوهه سي چې ماشومان یې ښوونځي ته ځي یا نه، یا اوس چېرته دي او څه کوي، نو دا واړې آلي جي پی اسونه کارت ته ورته دي. هغه په کمربند،غاړه یا د کالو په یو ځای کې نصب وو، هغه اپلیکشن چې میندو او پلارونو ته یې په موبایل کې ورکوو، ورسره عیار وو. نور یې میندو ته معلومیږي چې ماشوم چېرته دي او د حرکت لوري یې کومي خوا ته دي، څومره وخت یې چېرته تیر کړي او اوس چېرته دی، که غواړي غږ یې واورې نو هغي سیم کارټ ته چې په دي واړه جي پی اس کې دي زنګ وهي، له اته ثانیو نه وروسته اوتومات وکي کیږي، د ماشوم له خوا غږ راځي، د میندو له خوا غږ نه وروځي او ماشوم نه پوهیږي چې زما خبرې څوک اوري یا زما جې پي اس ته زنګ راغلي دي.