سرګي لاوروف: پوتين تيار دی چې له ولسمشر ټرمپ سره وګوري

روهي (جمعه/۳۱ د وري)، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، چې ولسمشر پوتين د امريکا متحدو ايالتو د ولسمشر دونالد ټرمپ د هغه وړانديز په اړه تيار دی، چې له نوموړي سره يې د يوې تيلفوني اړېکې په ترڅ کړی وو.

نوموړي ويلي، "د امريکا ولسمشر ټرمپ په يوې ټيلفوني اړيکه کې له ولسمشر پوتين د لېدنې غوښتنه کړې وه، دا هر څه اوس څرګند دي، هغه ټليفوني اړيکه کومه پټه او د راز خبره نه ده."

لاوروف همدا ډول ويلي، چې ولسمشر ټرمپ څو ځلې د لېدنې ويلي وو، مونږ نه غواړي چې په ټرمپ باندې دغه لېدنه تحميل کړو او نه هم د نوموړي غوښتنې ته رد ځواب وايي، خو هيله لرو چې دا لېدنه تر سره شي.

ولسمشر ټرمپ څه وخت وړاندې له ولادميير پوتين غوښتنه کړې وه، چې د روسيې او امريکا د اړيکو او په يو شمېر نړيوالو مسايلو به سره له نېږدې خبرې وکړي، خو وروسته ټرمپ د يادې غوښتنې په اړه چوپ شو خو د روسيې له خوا په لېدنه اوس ټېنګار کيږي.

تر اوسه امريکايي چارواکو د ټرمپ او پوتين د ناستې د ځای او وخت په اړه څه نه دي ويلي او دا هم نه ده څرګنده، چې لېدنه به ترسره شي او کنه.