
روهي (جمعه/۳۱ د وري)، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، محمد فیصل په یو خبري غونډه کې وویل، چې واشنګټن آسلام آباد ته په رسمي توګه د پاکستاني دیپلوماتانو په سفر باندې د محدودیتو لګولو خبر ورکړی. هغه دا هم ویلي چې دا اقدام دوه اړخیزه دی او زمونږ هيله دا ده، چې دا مسله ژر حل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان دغه ادعا رد کړي ، خو نوموړی ويلي، چې ښايي په راتلونکي کې امريکا د پاکستان پر وړاندې په دې ډول کړنو لاس پورې کړي.
په سیاسي چاروکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال تماس شنون ويلي، چې په پاکستان کې زمونږ دیپلوماتانو باندې محدودیت وضع شوی او د حکومت له خبرولو پرته، سفير نه شي کولی نور تګ رتاګ وکړي.