
روهي (پنځه نۍ/۳۰ د وري)، په واشنګټن کې د پاکستان سفير اعزاز احمد چودري وايي، چې د بل هر وخت په پرتله د اسلام اباد او واشنګټن اړيکې په ډېر بد وضعيت کې دي.
چودري دغه څرګندونې نن ورځ په (نړۍ کې د پاکستان موقعيت) په نوم په يو سيمنار کړي. نوموړي ويلي، چې پاکستان د تاريخ په اوږدو کې هر وخت هڅه کړې ده، چې له امريکا سره خپلې اړيکې پراخه او ښې کړي.
چودري وايي، چې په افغاستان کې د سولې او ثبات په پار، د امريکا او پاکستان ترمنځ اړيکې بايد مثبته پراختيا پيدا کړي او په دې سره امريکا کولی شي، چې پر وړاندې پرتې ستونزې د پاکستان په همکارۍ سره حل کړي.
له تېرو درېيو مياشتو د پاکستان او امريکا سياسي او امنيتي اړيکې د تېر په پرتله څو ځلې خرابې شوې دي، چې د پاکستاني او امريکايي ډېپلماټانو د تکراري ناستو سر - سره بيا هم په اړيکو کې کوم مثبت تغير نه دی تر سترګو شوی.
امريکا د پاکستان په اړه وايي، چې دغه هېواد د ترهګرۍ سره د مبارزې په جګړه کې رېښتنی نه دی او په دې برخه کې يوازې له امريکا او نړيوالې ټولنې څخه مالي مرستې تر لاسه کوي، خو پاکستان د ترهګرۍ په جګړه کې ځان قرباني بولي او له امريکا سره په تېر کې په دې برخه کې په خپلې همکارۍ ټېنګار کوي.