
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۳۰مه) المان کې تېره ورځ پر دوو یهودانو برید شوی دی.
ویل شوي، چې د دغې پېښې اوسه څېړنه پیل شوې ده.
د دغه هېواد لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل ویلي، چې دا برید په بشپړ ډول ډارونکې دی.
هغې ټینګار وکړ، چې له برید کوونکو سره باید سخت چلند وشي.
نوموړې د تیر په څېر یو وار بیا په ډاګه کړه چې په المان کې ځینې وګړي له عرب هېوادونو ځینې کډوال ورغلي چې دا ډول پېښې رامنځته کېږي.
د هغه ځای پولیسو په خبره، تر اوسه برید کوونکي نه دي پیژندل شوي.