په نړۍ کې درې مخه سړی

روهي (پنځه نۍ/۳۰ د وري)، په نړۍ کې د لومړی ځل لپاره یو انسان دوه ځلې یې د مخ په عملیاتولو سره بریالی شو او خپل بڼه یي بدله کړه. هغه له درېيو میاشتې وروسته وویل، چې اوس نسبت نورو ورځو ته ښه احساس کوي.

دا ۴۳ کلن فرانسوی جې ژورم همون نومیږی. تیر کال یې په مخ کې د پیوند سپړېدلو نښې ښکاره شوې، نو لومړی پیوندي مخ یې لرې کړ. نوموړی دوه میاشتې په یو رغتون کې بیستر وو، چې د خپل د مخ د پېوند لپاره یو مناسب کس پیدا کړي.

ښاغلی همون داسې ناروغي لري چې په مخ کې یې ډېر تومورونه پیدا کوي. نوموړی دا کار د لومړی ځل لپاره په ۲۰۱۰ کال کې تر سره کړ، چې بریالی هم شو خو کله چې پنځه کاله وروسته د معمولي زکام له امله انټي بیوټیک ور کړل شول، نو له هغو درملو سره جوړ نه راتلل چې د مخ خوندیتوب لپاره یې وو.

همون له مخکې پرته د پاریس په ژرژ پومپیدوی روغتون کې بستر و دی چې نه غږېدلی شو، نه یې څه اورېدلی شول او لیدلی شول، تر جنورۍ یې صبر وکړ، چې یو مناسب مخ ډالۍ کوونکی پیدا شي او دی بیا خپل مخ پیوند کړي.

نوموړی چې د فرانسې په رسنیو کې په درې مخه سړي مشهور دی، وايي، "زه ۴۳ کلن یم، مخ ډالۍ کوونکی ۲۲ کلن وو، اوس داسې ښکاري لکه ۲۲ کلن یم".