ترمپ: که له کيم جونګ اون سره مې خبرې ګتورې نه وي نو لېدنه به لغوه اعلان کړم

روهي (پنځه نۍ/۳۰ د وري)، د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ ګواښ کړی، چې که چېرې د شمالي کوريا له مشر کيم جونګ اون سره يې خبرې مثبته پايله نه ورکوي، نو دغه لېدنه به لغوه کړي.

ټرمپ ويلي، "که چېرې مونږ فکر کوو، چې دغه لېدنه به بريالۍ او د هوکړې وړ نه وي، نو بيا له سره اړتيا نشته چې دغه خبرې تر سره کړو."

ټرمپ دا هم ويلي، چې که چېرې د خبرو او ناستې په ترڅ کې د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ کومه بريالۍ او مثبته پايله رامنځ ته نه شي، نو زه به په نيمه کې ناسته خوشې کړم.

د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ د شمالي کوريا د اټومي وسلو د پروګرام پر سر د راپورته شويو ناخوالو د پای په موخه ولسمشر ټرمپ څه وخت وړاندې کيم جونګ اون ته وړانديز کړی وو، چې مخامخ خبرې به تر سره کړي.

د ولسمشر ټرمپ د وړانديز په اړه کيم جونګ اون هم له اوږدې چوپيتيا وروسته د خبرو لپاره تياری وښوود او ټاکل شوې ده، چې د مې په مياشت کې به د دواړو هېوادونو د مشرانو مخامخ ناسته تر سره شي.