مرکل او د امریکا ولسمشر سره ګوري

(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،وری۳۰مه)  رسنیو راپور ورکړی، چې د جرمني صدراعظمه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ګوري
 
ویل شوي، چې د اپرېل په ۲۷مه د دوېیم ځل لپاره په سپینه‎ماڼۍ کې به د دواړو لوړپوړو مشرانو لیدنه ترسره کېږي.
 
د جرمني د حکومت ویاندې اولریکې دیمیر ویلي، د ځینو نړیوالو ستونزو کې د جرمني او متحدو ایالتونو ګټې شریکې دي.
 
په وینا یې له همدې کبله، د دواړو هېوادونو مشران سره خبرې کوي.
 
معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې له روسیې سره اړیکې، د سوریې جګړه، او د ایران د اټمي موافقه هغه موضوعات دي چې اغلې مرکل او ټرمپ به پرې سره بحث وکړي.
 
جرمني حکومت ویاندې په وینا، د سپینې‎ماڼۍ تر کتنې مخکې مرکل نن پنجشنبه د فرانسې د ولسمشر ایمانوئل مکرون کوربنه ده.