
د مور پر ځاي يې، کوچني ورور ورسره شپې سبا کولې
ژباړه: ډاکټر نجيب ويال
کوچنۍ ماشومه (کارلا) له زېږېدو سره يو ځای له بد روغتايي حالت سره مخ وه. کارلا د ښه بخت څښتنه وه، د کارلا کوچنی خو له نوموړې مشر ورور يې، (جاهن) هر وخت له دې سره وو او تر خپل نظر لاندې به يې خپله کوچنۍ خور ساتله. که څه هم جاهن په خپله کوچنی ماشوم وو، خو د کارلا به يې دومره خپال ساتلو چې ته وا، لوی سړی دی.
هر کله به چې کارلا ناروغه وه، نو جاهن به ورسره ويښ وو او دي ته به يې دومره مينه او ارام ورکړ، چې کارلا به بيده شوه. يو وخت کارلا ته د انفلونيزا ناروغي پيدا شوه او سخته ناروغه شوله. د کارلا پلار او مور نوموړې روغتون يوړله، کوچنۍ ماشومه په روغتون کې د سختې ناروغۍ له امله بستر شوه.
په روغتون کې د بستر په شپه، کارلا د ناروغۍ له امله ونشو کولی چې خوب وکړي، د کارلا د مور په شمول هېچا ونشو کولی، چې نوموړې ارام او بيده کړي. کوچنی ورور جاهن يې، د خپلې خور د ناروغۍ او ناارمۍ په اړه په اندېښنه کې وو، پرېکړه وکړه، چې د دي د ارامتيا لپاره له خپلو لارو کار واخلي.
جاهن له بستر پورته شو، خپله کوچنۍ خور يې په ارام راپورته کړه، په غېږ کې يې ونېوله او ډېره په مينه يې يوه خوا او بله خوا خوځوله. جاهن به هغه وخت ډېر خوند اخېست، چې کوچنۍ خور به يې د لاس غټه ګوته په خوله کې وهله او د خوب په وخت کې به ارام - ارام خرېدله.
د جاهن په په نرمو لاسونو کې، کارلا ارامه او بيده شوه. هر کله چې د دوی مور راپورته شوه، د جاهن او کارلا دغه صحنه يې ولېدله، نو ويديو يې رېکارډ کړه او نېټ ته يې پورته کړه. د کارلا او جاهن د مينې او پاملرنې ويډيو په کم وخت کې زرګونه کسانو ته ورسېدله.
په کور کې د نوي ماشوم پيدا کېدل، مشرانو وړونو او خويندو ته د ناراحتۍ احساس ورکوي، دوی هغه مينه له لاسه ورکوي، چې پلار او مور يې د نوي ماشوم وړاندې ورکوله، خو د جاهن او کارلا په ژوند کې، جاهن ټوله خپله مينه، کوچنۍ خور کارلا ته ورکړه.
جاهن خپلې کوچنۍ خور ته وويل، "زما کوچنۍ خورې! هر کله چې ته غواړې زما په غېږ کې وژاړې او راحت شې، نو زه هر وخت ستا لپاره دلته يم.
زما خورې! هر کله چې ته غواړې يو څوګ ستا سره نېږدې پاتې شي، هېڅ غوسه په ته باندې ونه کړي، نو بيا زه ستا لپاره دلته يم.
زماخورې! دا هر څه ځکه کوم، چې ژوند په داسې ډول سره روان دی، چې ښايي يوه ورځ به زه ستا مرستې ته اړتيا ولرم او ته به مې لاسنېوی وکړې.
ته پوهيږي، چې زه ولې د هرڅه له تا سره کوم؟ ته زما مينه ناک خور يې، مونږ يوه کورنۍ يو او زه تا سره مينه لرم."
د هر انسان لپاره د خور او ورور اړيکه لومړۍ اړيکه ده، چې دوی ورسره مخامخ کيږي او تجربه په کې پيدا کوي، که چېرې د خور او ورور اړيکه خوږه وي، نو پايله يې دا ده، چې د راتلونکي ژوند نورې اړيکې او ټولنېزې چارې به هم بريالۍ وي.