د ۶۰ کاله جدايۍ وروسته مينه؛ عاشق او معشوقې له ۶۰ کاله وروسته سره ولېدل (دويمه برخه)

د ۶۰ کاله جدايۍ وروسته مينه؛ عاشق او معشوقې له ۶۰ کاله وروسته سره ولېدل (دويمه برخه)
ژباړه: ډاکټر نجيب ويال
 
د ودانۍ په اتم پوړ کې يوې نرسې راته وويل، "ښايي چې ښاغلی مايکل ګولډ سټېن به په کوټه کې وي. هغه مطالعه کوي او له لوستلو خوند اخلي. هغه يو خوږ زوړ سړی دی!"

مونږ د نوموړي کوټې ته دننه ورغلو، هلته یو کس وو او کتاب يې لوستلو. نرس نوموړي ته نېږدې ورغله او پوښتنه يې ترې وکړه، چې آيا تا کله کومه بټوه ورکه کړې ده؟ مايکل ګولډ سټېن په حيرانتيا سره پورته وکتل، خپل لاسونه يې د پتلون په شاته جېبونو کې کېښودل او ويې ويل، اه، هغه ورکه ده!

نرسې وويل، "دغه ښاغلي يوه بټوه پيدا کړې ده، او مونږ حيران وو او فکر مو وکړ، چې که چېرې دغه بټوه ستاسو وي. "

ما بټوه ښاغلي مايکل ګولډ سټېن ته ورکړه، نوموړي په تسکين سره موسکا وکړه. مايکل ګولډ سټېن وويل، "بلې همدا ده، ښايي نن ماسپېښين دغه بټوه له ما لوېدلي وي، زه به تاسو ته انعام درکړم."

ما وويل، "نه مننه!
خو زه بايد تا ته يو څه ووايم، ما په دې پټوې کې يو ليک ولوست او هيله مې درلودله، چې د ياد ليک په وسيلې د بټوې څښتن پيدا کړم. "

د مايکل ګولډ سټېن په مخ باندې موسکا ورکه شوه.
ما ور زياته کړه، "ما يوازې ليک ونه لوست، بلکې زه فکر کوم، زه پوهيږي، چې هانا چېرته ده."

هغه په ناڅاپه له خپل ځای پورته شو او پوښتنه يې وکړه، " هانا؟ ته پوهيږي چې هغه چېرته ده، هغه څنګه ده؟ آيا هغه اوس هم دومره ښايسته ده، څومره چې پخوا وه؟ مهرباني، مهرباني، مهرباني وکړه، ما ته ووايه."

ما په نرمه لهجه وويل، "هغه ښه ده.... اوس هم دومره ښايسته ده کوم وخت چې تا لېدلې وه."

پوخ عمره مايکل وخندل او پوښتنه يې وکړه، "آيا کولی شي ما ته ووايې، چې هغه چېرته ده، زه غواړم ورته زنګ وکړم."

مايکل د يوې شيبې لپاره چوپ شو، بيا يې وويل، "ځوانه ته پوهيږي، چې ما له هغې (هانا) سره ډېره مينه درلودله. کله چې دغه ليک د نوموړې له خوا ماته راغی، نو زما ژوند ته يې هم د پای ټکی کېښود، ما هېڅکله واده ونه کړ. زه فکر کوم، چې زه هر وخت له هغې سره مينه کوم."

ما وويل، "ښاغلی ګولډ سټېن، راځه! زما سره راشه."
 
مونږ په برېښنايي زينې (لېفټ) کې د درېيم پوړ تڼۍ کېکاږله. بيا د هغه کوټې په لور لاړو، چېرته چې هانا يوازې ناسته وه او ټلوېزيون يې کتلو. نرس د هانا خوا ته ورغله.

نرسې د ګولډ سټېن په لور اشاره وکړه او هانا ته يې وويل، "آيا دغه سړی پېژنې؟"

هانا دغه سړي (ګولډ سټېن) ته په حيرانتيا سره پورته په ځير - ځير وکتل، خو هېڅ يې ونه ويل.

ګولډ سټېن په ارام سره له ځان سره وويل، "هانا؟ زه مايکل يم. آيا تا ته زه په ياد يم. "

هانا ژوره ساه واخېسته، "مايکل! زه باور نشم کولی. مايکل! چې دا ته يې. زما مايکله!"

مايکل په ارام سره د هانا په لور لاړ او دوی دواړو په غيږ کې سره ونېول.

زما او د نرسې په سترګو کې د خوښۍ اوښکې راغلې سرونه مو ښکته ونېول. نرسې وويل، "وګوره، څنګه خدای خپل کارونه کوي. کله چې د خدای خوښه شي، نو هغه کار به تر سره کيږي."

درې اونۍ وروسته ما ته د روغتيا پالنې له مرکز څخه زنګ راغی، دوی وويل، "ته کولی شې، چې د راتلونکې يوه نۍ په روځ زمونږ سره د واده په يو پروګرام کې برخه واخلي؟ مايلکل او هانا سره واده کوي."

ما او نورو کسانو په واده کې برخه واخېسته. هغه يو په زړه پورې د واده پروګرام وو. ۷۶ کلنې ناوې او ۷۹ کلن زوم سره واده وکړ.