
زما مور يوازې يوه سترګه درلودله، مور مې زما لپاره يو شرم وو!
ژباړه: ډاکټر نجيب ويال
زما مور يوازې يوه سترګه درلودله، ما په همدې اساس له نوموړې نفرت کولو او هېڅکله مې نه غوښتل چې له مور سره مې يوځای ژوند وکړم. زما لپاره مې مور يوازې يو شرم وو او بس!
يوه ورځ، زه مې له خپلو ملګرو سره د کور په لور رهي وم، مور مې مخې ته راغله، ترڅو له مونږ سره ستړي مه شۍ وکړي. ما مې مور ته په بدو وکتل او له هغې لېرې لاړم او منډه مې کړه. زه مې په مور دومره وشرمېدم، چې غوښتل مې، ترڅو ځمکه دوه ټوټې شوې وای او زه په کې دننه شوی وای.
کله چې زه ښوونځي ته لاړم، نو ټولو ټولګيوال مې خبر شوي وو، چې زه ما مور معيوبه ده او يوازې يوه سترګه لري. يو ټولګيوال راته وويل، "اې! ستا مور يوازې يوه سترګه لري او معيوبه ده!"
ما په دې خبرو سره ډېر د شرم احساس وکړ، هيله مې درلودله چې مور مې له دې نړۍ ورکه شي.
ما مې مور ته وويل، "کله چې ته هغه ورځ زما مخې ته راغلې او د ملګرو پر وړاندې دې زه د خندا وړ کړم، ولې په هغه ورځ تاته مرګ نه راتلو."
مور مې زما د خبرو په اړه چوپتيا غوره کړ....
ما مې مور ته په غوسې کې ډېر څه وويل او هېڅکله مې دا فکر ونه کړ چې چوپ شم، زه په بد ډول غوسه وم. ما دا هېر کړي وو، چې زه څومره د ښه بخت څښتن يم، داسې يوه مور لرم چې هر وخت يې ماته مېنه راکړي، او په بې شرطه ډول يې زما پاملرنه کړې ده.
کله چې زه د ليسې دورې زده کړو ته ورسېدم، نو د يو بورس په لټه کې شوم، ترڅو بهر ته لاړم شم، له کور څخه لېرې شم او هېڅکله مې د مور مخ بيا ونه وګورم.
ما ګړۍ - ګړۍ درس ولوست، مطالعه مې وکړه، کورسونو ته لاړم او په پايله کې مې دا چانس تر لاسه کړ، چې په بهر کې زده کړې او ژوند وکړم. په بهر کې مې يوازې يوه شپه تېره شوې وه، چې د کاکا زوی مې راته زنګ وکړ.
د کاکا زوی مې راته وويل، "مور دې سخته ناروغه ده، په ډېر بد وضعيت کې ده او مونږ اوس روغتون ته په لار يو. زه چې کله ستاسو کورته راغلم، نو مور دې بې هوښه په ځمکه پرته وه"
د پورته خبرو په اورېدو سره زما په وجود لړزه خپره شوه او په بې واکه ډول مې وضعيت بدل شو. ما له ځان سره وويل، "آيا ما له هغې نفرت نه کولو؟ آيا ما نه غوښتل چې له هغې خلاص شم؟ نو بيا ولې زه په اندېښنه کې يم او ولې داسې يو درد راته پيدا شو؟"
ما په ستونزمنه توګه وکولی شول چې ساه واخلم، داسې يو حالت کې وم، چې فکر مې وکړ نور مرم.
زه روغتون ته ورسېدم، ډاکټر له کوټې بيرون راغی. ډاکټر وويل، "زه بښنه غواړم، مونږ خپلې وروستۍ او غوره هڅې وکړې، خو د نوموړې ژوند مو ونشوو ژغورلی."
زه د هغه کوټې په لور لاړم، چېرته مې چې مور بستر وه. مور مې ولېدله، چې په ژوه او ابدي چوپيتا کې پرته وه او زما سترګې په نااشنا ډول له درد ډکې شوې او اوښکې پرې راغلې. لاندې په فرش باندې مې يو ليکل شوې د کاغذ ټوټه ولېدله، هغه يو ليک وو او راپورته مې کو.
په ليک کې ليکل شوي وو، "زما تر ټولو ګران زويه! ما هر وخت ستا په اړه فکر کړی. زه بښنه غواړم، چې زه ستا لپاره يو شرم او پيغور وم.
زويه! کله چې ته کوچنی وې، نو په يوې پېښه کې، تا خپله يوه سترګه له لاسه ورکړه.
د يوې مور په ډول ما ونشو کولی، چې خپل زوی په يوې سترګه کې وګورم، ما مې خپله يوه سترګه تا ته درکړه.
ته اوس پوهيږي، چې زه په ژوند کې ډېرو هغه کارونو پېښمانه يم، چې ما تر سره کړي دي.
خو زه هېڅکله پخوا نه يم پېښمانه شوي، چې تا ته مې خپله سترګه درکړه، ته را لوی شوې، ته بايد يو مکمل او خپلواک ځوان اوسې.
زه په تا ډېر وياړ کوم.
ستا سره تل پاتې او ځانګړې مينه لرم، ستا مور. "