پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه، پاکستاني رسنۍ له خبر ورکولو منعه شوي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۳۰مه) راپورونه کاږي، چې په پاکستان کې له تېرو څو اونیو راپدیخوا د رسنیو  خبریالان له سانسورنې سره مخ شوي دي.
 
ویل شوي، چې پاکستانۍ رسنۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه له خبر ورکول منعه شوې دي.
 
د امریکا غږ اشنا راډيو د پښتو وېب پاڼې له مخې، د پاکستان یو مشهور خبریال بابر ستار په خپل ټوېټر لیکلي:
"رسنیو ته ویل شوي چې د پښتون تحریک نوم نه اخلي. جیو او جنگ دواړه لدی لپاره وتړل شول چې په حساسه موضوگانو رپورټونه نه خپروي. زما مقاله د پښتون تحریک او د ځبونکي حکومت ترمنځ د اړیکو په اړه ده."
 
هلته خبریالانو ویلي، چې دا کار د دوی په کارونو او هم پر حکومت په بشپړه توګه اغیز لرلی شي.