په ترکيه کې له ټاکلي وخت مخکې ټاکنې تر سره کيږي

روهي (پنځه نۍ/۳۰ د وري)، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان کړی، چې د ولسمشرۍ د مقام لپاره انتخابات به د خپل وخت نه مخکې تر سر شي. ښاغلي طیب اردوغان ویلي چې دا انتخابات چې د ۲۰۱۹ کال د نومبر په میاشت کې تر سره کیدل اوس به د دې کال په جون کې تر سره شي.

نوموړی دغه اعلان د ترکیې د ملتپاله ګوند د مشر سره له لیدنې وروسته کړي دی. ښاغلي اردوغان د یو دولتي تیلویزون له لارې وویل چې هغه او پارلمان غواړي یوځای دا ستونزي حل کړي خو د پخواني نظام ستونزې لا تراوسه په مکمل ډول نه دي حل شوي.

دا باید وویل شي چې ترکیه تر اوس پورې پارلماني نظام لري او ښاغلي اردوغان د قدرت د لاسته راوړنې لپاره په جمهوري نظام وربدل کړی.

اردوغان وویل که د سوریې حالت ته نظر وشي نو موږ ته پکار دی چې یو پیاوړی حکومتي نظام ولرو. په ترکیه کې د انتخاباتو سره به د دې هیواد نظام به په بشپړه توګه په جمهوري نظام بدل شي.