پنټاګون ډاډه نه دی، چې څېړنې هېئت دې دوما ته تللی وي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۹مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سوریې د خبري اژانسونو په دې خبر باور نه لري، چې د نړیوالو پلټونکو ټیم دوما ښار ته دننه شوی دی.
 
دوی اندېښنه لري چې دوما ښار ته د کیمیاوي وسلو د استعمال د مخنیوي سازمان د پلټونکو تر رسېدو مخکې هلته د شوي برید نښې نښانې له منځه وړل شوې وي.
 
تر دې وړاندې د سوریې رسنیو راپور ورکړی و، چې د نړیوالو پلټونکو ټیم دوما ښار ته رسېدلی دی.
 
بل خوا د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل او پوتین دواړو په سوریه کې د کیمیاوي ګاز د استعمال په اړه د رښتینې پلټنې غوښتنه کړې ده.