په مکمل ډول له چاکلېټو جوړ کور

روهي (څلورنۍ/۲۹ د وري)، په برازيل کې د (هوم ډلې) په نوم د يوې برازيلۍ کمپنۍ له خوا يو کور جوړ شوی، چې بهرني ديوالونه، د کور دننه ټول شيان، دروازې او چت يې ټول چاکلېټو څخه جوړ شوي دي.

دغه چاکليټي کور ۱۵ متره مربع پوخوالی، ۱۰۴۸۸ کېلو ګرامه خالص چاکليټي وزن لري. پکې کارېدلې خښتې، دروازې، کړکي، د کور چت، ميزونه، چوکۍ او نور ټول وسايل خالص له چاکلېټو څخه جوړ شوي دي.

دغه کور چې ۲،۴ متره لوړوالی لري او د چکلېټو د ياد کمپنۍ برازيلۍ نوم (House of Chocolate) مانا پرې لېکل شوی دی.

د چاکلېټو دغه جوړ شوي کور نړيوال رېکارډ خپل کړ او د نړۍ د رېکارډونو په کتاب (ګېنس) يې په رسمي ډول نوم ثبت شوو.