
د تاریخ په اوږدو کې افغانان له کړاونو او تکلیفونو سره لاس او ګریوان وو. جنګ جکړو له ساینس او ټکنالوژۍ نه وروسته پاته کړو. خو بیا هم د نړۍ په کچه متفکر او پوهه شخصیتونه هم لرو، خو په کم شمېر. زه خوشبین یم چې راتلونکی به يې ډیر روښانه وي. خو که چېرته په تیر کې افغانان خپلواکه پاته شوې وای، د نورو د جنګ جکړو خوراک سوی نه وای، اوس به افغانستان په پرمختللو هېوادونو په لیکه کې وو،خو اوس تیر تیر دی، دا یوه اوښتې پاڼه ده، چې زموږ مهم جغرافیایي موقعیت، ناصالح ګاونډیان او کمزوری اقتصاد، نور ګڼو ستونزو سره - سره، پر مونږ پردۍ جکړې تر اوسه تپلې دی.
ولې له داسې بدو حالاتو سره مخامخ یو؟ څو علتونه کېدای شي، که څه هم دا لویه موضوع ده بیا په کتابونو کتابونو کې وسپړل سي، په ټولو اړخو یې باید عمیق بحث او تحلیل وشي، ولی غواړم په لنډو کې ځینو هغو اړخونو ته اشاره وکړم، چې فکر کوم تر نورو لمړیتوب لري، د ورځني ژوند یوه برخه ده:
۱-زده کړې:
زموږ په ټولنه کې د تعلیم کچه نسبت نورو ولسونو ته ډېره ټیټه ده. چې اکثره افغانان له ابتدایې زده کړو بې برخه دي او اکثره د زده کړو نشتون دی ته مجبوره کړي چې د نورو شومې موخې مخته یوسي، او د نورو په لمسون باندې د دین،هېواد،او ولس تخریب کوي. که هره کورنۍ یو احساس له ځان سره ولرې، خپل د کورنۍ غړې د علم په ګېڼه سمبال کړې. او نورو ته دغه د رڼا لار ور زده کړې نو د علمیت کچه به لوړه شې، خلک به پوهه شې د سم او ناسم توپیر به وکړې. او خپل مسولیت به مو په سمه توکه ترسره کړی وي او زیات خنډونه او ناخوالې به له منځه ولاړ شې. نو باید تر نورو پورې د پوهې رسؤل یو فرض او یو فرصت وګڼو او دا کار وکړو.
۲-د عامه ذهنیت جوړول:
دا چې په ناآمنۍ کې د پرديو پروژې په ښه توګه په مخ ځي، هر څوک خپل کار ته یوه توجیه لټوي او خپل سیاسي او مذهبې مسایل رامنځته کوي. دا دښمن پالیسې وه او له همدې لارې څخه د افغانانو په منځ کې بې اتفاقې اچولي ده او تباهۍ لور ته یې ټیل وهي. د خلګو اذهان یې تخریب کړل نو مهمه دا ده چې خلګو ته باید سالم ذهنیت ورکول شې. سالم فکر رامنخته شې،د بې ځایه تبلیغاتو څخه باید مخنیوی او ډډه وشې یوازنۍ لار د عامه ذهنیت د جوړولو لپاره تر ټوله ښه بدیل تعلیم دی.
۳-غوره ټاکنه:
یو بل ډېر مهم اړخ چې د ټولنې په پرمختګ کې رغنده رول لري، هغه د خپل راتلونکي ټاکل دي، هغه که ولسمشر وي، هغه که د دپارلمان وکیل وي، یا بل انتخابات. د ډموکراسۍ اصل دی او په دې کې هر شخص صلاحیت لرې خلپه رایه په سالم ډول وکاروې او هغه یو مسولیت وکڼې!
ژبني، سمتي او قومي مسایل باید په نظر کې ونه نېول شي، لمړیتوب باید علمیت،تجربې، او کار ته ورکړل شي. تر څو منتخب شخص واقعې خدمت ترسره کړې، ځکه چې نن ورځ ټولو ته په تجربه رسیدلې ده، چې ناسالم انتخاب، یو بې تجربې، یو خاین واک ته رسوي، هغه نو خیانت ترسره کوي. شخصې ګټې په نظر کښې نیسې، او رایه ورکونکی هم ورسره په خیانت کې راځې. نو باید ډېر کوشش وکړو چې یو علمي او باتجربه کاره شخص وټاکو، او یوه دینې وجهبه يې وګڼو، تر څو نه ځان ته ملامت یو، نه خدای ته ،او نه دې خاورې ته ،هم به په خپله او هم به مو راتلونکی نسل په امن او خوشحالي کښې ژوند تېره وي.
۴-اتفاق او اتحاد:
ګڼو ستونزو اوس له مونږ لار ورکه کړې ده، نه پوهیږو څه وکړو او د حق غږ نه شو پورته کولای او له زده کړو دومره لري پاته شو، چې سمه لار یې راڅخه ورکه کړې ده. د ولس پر خوله باندې لاس نیول شوی دی، خلګ د حق او ناحق تر منځ توپیر کولای نشې په یوه جنجالې قیضه کښې راګیر یو، چې نهایي پریکړې ته رسیدلای نشو، د خپل ژوند د حق غوښتلو جرئت کولی نشو، که چېرته دغو حالاتو ته غاړه کیږدو تل به په اور کې سوځو.
وژل کېږو به، هېواد به مو ویجاړیږې. لکه نن ورځ چې یې په سترګو وینو راتلونکی نسل ته به ټیټ سترګې یو، او د یو غلام پلار او نیکه په نومونو باندې به نومول کیږو او تاریخ به د یو سرلوړی افغان نوم به په کمزوري افغان ولیکې او یو بې اتفاقه افغان نوم به ولیکي. دا مو وخت ده چې یو مټی او یو اتحاد شو خپل تاریخ وساتو، قوم پرستې، مذهب ډلګۍ باید نور پریږدو ځانونه ته نور باید د عمل جامې ور واغوندو!
هر شخص خپله باید په ځان کښې دا احساس پیداکړي، د خپل او راتلونکې نسل ژوند غم وخورې. دا مو مسولیت ده سالمه مبارزه به تل جارې ساتو! تر څو د سولۍ رنګ نه وې راغلی سوله د هر افغان حق ده ده او هر بااحساس افغان د سولې تږی دی.
راځئ چې همدې ناخوالو ته نورد پای ټکی کېږدو