امریکا بهرنیو چارو وزیر د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره لیدلي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۹مه) راپورونه کاږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوماند مایک پامپیو تیره ورځ د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره لیدلي دي.
 
د واشنګټن پوسټ راپور له مخې، مایک او کېم جونګ اون د ایستر د اوونۍ د رخصتیو په وروستیو کې په شمالي کوریا کې په پټه سره لیدلي دي.
 
بل خوا د رویټرز خبري اژانس هم خبر ورکړی، چې یوه امریکايي چارواکي او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ لیدنه کړې ده.