په ارمنستان کې په لسګونه زره کسانو اعتراض کړی

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۹مه) د ارمنستان په پلازمینه ایروان ښار کې تیره ورځ په لسګونه زرو کسانو لاریون کړی دی.
 
لاریونوالو د صدراعظم په توګه يې د سرژ سرکیسیان د ټاکل کېدو پرضد یې شعارونه ورکول.
 
دا لاریونونه وروسته له هغې پیل شول، چې د ارمنستان د پارلمان ۷۶ غړو د ۱۷ وکیلانو د منفي رأیو په مقابل کې سرکیسیان صدراعظم منتخب کړ.
 
سرژ سرکیسیان تر دې وړاندې د ارمنستان ولسمشر و.