قیامته! راشه که راځې مرګونه ډېرکېږي
اوس په دې ښار کې بې نېټې مرګونه ډېر کېږي
د انسان وینه بې ارزښته، بې قمیته شوله
ځمکې شوې ټولې هدیرې مرګونه ډېر کېږي
ټوپک دې مات ټوپک دې اور واخلي توبه مو ترې ده
له دې ټوپکه بې اسرې مرګونه ډېر کېږي
نوره نړۍ په خوشالۍ په مینه نه مړېږي
دلته انسان بې حافظې مرګونه ډېر کېږي
په مینتونو په زارو ورته نور ستړی شومه
سولې نور راشه که راځې مرګونه ډېر کېږي
پښتنو یو شئ د بابا خبره مه هېروئ
ستاسو ته تل وهم نارې مرګونه ډېر کېږي
زما د قام د بدبختیو کیسې داسې ډېرې
دا هم یادښت که زمانې مرګونه ډېر کېږي
وروستي