له نړيوالې ټولنې څخه د سوريې حکومت غوښتنه

روهي (درې نۍ/۲۸ د وري)، د سوريې حکومت وايي، چې نړيوالې ټولنه او په ځانګړې دول سره (د کیمیاوي وسلو پر کارولو د بندیز اداره) کولی شي، چې د دوما ښار په اړه پلټنې وکړي، چې کيمياوي وسلې په کې کارول شوې دي او کنه.

د سوريې د بشارالاسد د رژيم ملاتړي هېواد روسيې هم له نړيوالې ټولنې غوښتنه کړي، چې د دوما ښار ته لاړ شي او د هغه ځای پر اړه پلټنې تر سره کړي، چې امريکا په کې د سوريې د پوځپانو له خوا د کيمياوي وسلو د کارولو ادعا کوي.

بيا له بلې خوا، امريکايي چارواکي وايي، چې په اوس وخت کې د سوريې او روسيې دا ډول غوښتنې او د پلټنو په اړه ډاډ، دا په ګوته کوي، چې روسيې د سوريې په دوما ښار کې په هغه سيمه کې چې کيمياوي وسلې په کې کارول شوې وي، لاسوهنه کړې ده.

څو ورځې وړاندې، د امريکا په مشرۍ بريتانيا او فرانسې د سوريې په دوما ښار هوايي بريدونه تر سره کړل، چې نړيوال غبرګونونه يې را وپارول. ايران، روسيې او د سوريې حکومت يې پر وړاندې منفي غبرګون وښود او د ا ډول بريدونه يې د سوريې پر خاورې د امريکا تيری وبللو، خو د سعودي عربستان په شمول يو شمېر نورو اسلامي او غېرې اسلامي هېوادونو بيا د يادو بريدنو هرکلی او ملاتړ وکړ.