
د نړۍ تاریخ ګې کله لولو نو موږ ته څرګندېږي چې دې هېوادونو او وګړو یې لومړی ډېر سخت کړاونه تېر کړي ، او د خپل هېواد د آزادۍ د پاره یې د دولت او پوځ تر څنګ کلکې مبارزې کړي دي چې بالاخره یې خپله آزادي تر لاسه کړې ده.
زموږ د ګران افغانستان په دې تېرو څو کلنو ستونزو غواړم دلته یو څه ولیکمه، موږ او جاپان هېواد په یوه ورځ خپله آزادي ترلاسه کړله په ۱۹۱۹ کال افغانستان او جاپان هېوادونو خپله آزادي تر لاسه کړله ، زموږ د آزادۍ ورځ هماغسې پر خپل ځای پاتې شوه ، دلیل یې دا وه چې موږ د افغانستان ولس د هېواد د ملي ګټو ساتنه د دولت مسوولیت وګڼلو او ټول مسوولیتونه مو د خپلې غاړې لرې کړل، د افغانستان تر آزادۍ اخیستو وروسته ملي اتل غازي امان الله خان د افغانانو د پاره ډېرې لویې هیلې لرلې، چې د افغانستان د استقلال سره سم یې د دولتي چارو له پاره یې نظام نامې جوړې کړې، اساسي نظامنامه یې ترتیب، تصویب او نافذه کړه، خلکو ته یې قانوني ازادي ورکړي ، ښوونځي یې تاسیس کړل، مطبوعات یې پراخ کړل، بودیجه یې ترتیب کړه لویې جرګې یې جوړې کړې، د دولت شورایې تاسیس کړه، دملي شوراطرحه یې وکړه او په ټول هیواد کې یې دقانون د حاکمیت له پاره هڅې وکړې، په نړیواله ساحه کې یې داستقلال د جګړې له پیلولو سره سم د افغانستان په رسمیت پیژندلو له پاره روسیې ، اروپا او امریکې ته هیاتونه واستول او دهمدې سیاسي تدبیر په فشار یې انګریزان ژر تر ژره زموږ د سیاسي استقلال منلوته چمتوکړل له امان الله خان سره زیاته تلوسه وه چې اسلامي خلافت بیرته را ژوندی شي.
امان الله خان، له خپلي لومړۍ ځوانی څخه، په دې پوهیدو چې د ده د هیواد د وروسته پاتې والي یو لوی علت بیسوادي او له نړۍ څخه بیخبري ده. کله چی قدرت ته ورسیدو ، له هغې لومړۍ ورځې یې د ټولني د تعلیم او تربیې د سسټم بهتر کولو ته ملا وتړله او د خپلي پاهۍ تر پایه پوري یی د اصلاحاتو تر بلي هري برخي دغي خواته زیاته توجه وکړه.
که غازي امان الله خان ته دسیسې نه وای جوړې شوی او خپلې پاچاهۍ کې پاتې وای نو د افغانستان د پاره ټول خوبوته یې په حقیقت بدلېدل ځکه چې هېواد سره یې مینه لرله او ددې هېواد د پاره یې شپه او ورځ کار کولو.
بالاخره بهرنیو استخباراتو ته دا د زغم وړه نه وه نو حبیب الله کلکاني مشهور په بچه سقاو یې له زندانه خوشې کړ او د غازي امان الله خان په وړاندې یې خنډونه جوړول پيل کړل ، تر څنګ یې همدې استخباراتو داسې جعلي ملایان یې ګمارلي وه تبلیغات یې کول چې ګواکې غازيامان الله کافر دی ، غازي امان الله خان جګړه نه غوښته خو تر ټولو فشارونو وروسته امان الله خان د پاچاهۍ تخت یې پرېښود او له وطنه لاړ ، له همغې ورځې افغانانو ښه ورځ ونه لیده.
بهرني اسخباراتو دا درک کړله چې دوی کولی شي چې د افغانانو په منځ کې نفوذ کولی شي.
وروسته نو په مختلفو نومونو د افغانانو د قتل دسیسې جوړې شوې حقیقي او وطندوسته اشخاصو ته د واکمنۍ موقع لږه په لاس ورغله.
د روسانو تر یرغل وروسته د افغانستان غیور ولس په یوه غږ سره وکولی شو چې روسانو ته ماتې ورکړي ، خو بدبختانه د روسانو تر وتلو وروسته مجاهدینو د افغانستان له ولس سره داسې جهاد شروع کړ چې ګویا دغه ولس کافر دی او دغه ولس د قتل د پاره دی ، خپلمنځۍ جګړې په افغانستان کې شروع شوې تر ننه موږ دا درک نه کړله چې آخېر دغه جهاد له چاسره وه؟
له همدې موقع پاکستان ښه ګټه پورته کړله، موږ له حقیقتونو سترګې نشو پټولی، په کابل کې د پخوانیو مجاهدینو ډلو ترمنځ پیل شوو جګړو د اوږدو کلونولپاره دوام وموند چې په ترڅ کې د کابل ښار زیاته برخه ونړیدله او په زرګونو ملکي کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړه.
ددې جګړو په ترڅ کې موږ ملي شتمنۍ د لاسه ورکړې، اردو مو د لاسه ورکړله، ډېرې قوي وسلې مو په پاکستان وپلورل شوې، الوتکې مو اوس هم د پاکستان پوځ سره دي.
که چېرې مجاهدینو افغانستان د پاره صادقانه خدمت کړی وای نو اوس به ولې داسې وروسته پاتې وای؟
په هر صورت په هر دلیل چې وه هېواد مو د خپلې لمنې څخه اور واخیست چې تر اوسه دا اور نه مړ کېږي.
اوس هم ناوخت ندی موږ اوس ډېر قوي نظام او په راس کې ډېر قوي ولسمشر لرو که چېرې له دې موقع مو ګټه پورته کړله نو تېر ژوند به جبران کړلی شو.
اوس د پاره پکار ده چې موږ خپل ملي یووالی وساتلو له ملي ګټو ساتنه وکړو، د پردیپالو په وړاندې ودرېږو، او د رشد لارې یې وتړو،پارلماني ټاکنو کې پوهه، وطندوسته، باجرآته اشخاصو ته رایه ورکړو، د ملي يووالي حکومت له اقتصادي او ټولو پروژو ملاتړ وکړو، هېواد مو یواځې پرېنږدو. هېواد ته مو فکرونه وړاندې کړو نو لرې نده چې ولسمشر غني او دغه ویښ ولس به د غازي امان الله خان خوبونه رښتیا کوي، او نور به د بهرنیو استخباراتو مخه ډپ شي، په شرط ددې چې موږ لومړی یو شو.