
سيدسعيد
په دې وروستيوکي رسنيو دبګرام په هوايي اډه کې دمشهور بدنام زندان څخه
علاوه ديوبل پټ توقیف ځای دموجودیت خبرداری هم ورکړ .دنړيوال سره صلیب ادارې چي دڅه وخت راهیسي امریکایان په بګرام کي دنيول سووافغانانونومونه ورکوي ،منلې چي په بګرام کي دمشهورزندان ترڅنګ يوبله پټه بندیخانه هم سته .خوامریکایان بیا دا ډول راپورونه چورلټ ناسم بولي .
امریکاادعاکوي چي په بګرام کي یې دشپیتومليونوډالروپه لګښت يونوي زندان جوړکړی دی چي دبندیانولپاره څه اسانتیاوي هم پکښي ځای سوي دي خودبشري حقونودټولنودتازه څیړنوله مخي دبګرام په زندان کي دامهال د۹۰۰-۶۰۰افغانان دطالبانوسره داړیکو درلودو په شک بندیان دي اودهرډول قانوني برخوردڅخه بې برخي دزندان دتوروتمبوشاته دنامعلوم برخلیک په غیږکي پراته دي .
بي بي سي دبګرام دزندان څخه دڅوخوشي سووافغان بندیانوله خولې خبرورکړچي د امریکایانو له خوا په هغه زندان کي ساتل سوي ووچي دتورزندان په نوم شهرت
لري هلته چي بندیان په جلا- جلاسړوخونوکي ساتل کیدل اوپه شپو شپوبې خوبه کول ،له
چتونوراځوړندول ،په سپيوداړل ،په وسلوډارول ،لوڅ درول په اوبوکي غوټه کول اوب رېښنايي شارټونه ورکول یې معمول (قانون )دی
.پردغوبندیانودطالبانوسره دهمکارۍ تورووخوپريوه یې هم ثابت نه سو.داهغه بدنام زندان دی چي په ۲۰۰۲زکال کي دوه تنه بندیان دامریکایې عسکروله خوا دراځوړندولو او وهلو له امله پکښي شهیدان سول .
Le Nouvel Observateur ورځپاڼه دبګرام څخه ددروتنوازادسووافغان بندیانوله قوله لیکي چي :دکابل ولایت اوسیدونکي دي په تېروڅلوروکلونوکي یې اسمان نه ؤلیدلی اوس ورته عجیب ښکاري ،هغوی دبګرام دتیاره زندان په بندوپخووکوټوکي په داسي قفسونوکي اچول سوي ووچي نه یې خوب پکښي کولای سوای اونه هم سم پکښي دریدلی سوای .ددغوازادوسووبندیانوله ډلي څخه احمدهغه څوک دی چي کورنۍ یې فکرکاوه هغه (احمد)پخوالامړسوی دی خوخبرنه ووچي احمداوس هم ژوندی اودامریکایانوسره دبګرام په زندان کي بندي دی .يوبل ازادسوی تن حاجي ګل رحمان دی چي دمخ غاښونه یې څوکاله مخکي دامریکایې عسکروله لوري دوهلوټکولوپرمهال مات سوي دي .هغه وایې :کله چي په لومړي ځل دبګرام زندان ته بوتلل سونو دامریکایانوله خوایخچال ته ورته په سړه کوټه کي په ځنځیرونوتړلی ترډول ډول شکنجولاندي ساتل کیده په داسي حال کي چي دبګرام دساړه ژمي ترټولوسختي سړې شپې اوشېبې وې .ګل رحمان وایې :دهغې حادثې له امله چي له ده سره يونيول سوي بندي دزندان دساتونکوله خواترڅلورورځوپرله پسې راځړولووروسته ساه ورکړه سخت ځوریږي . نوموړې ورځپانه لیکي چي داسیرانوسره داډول بې رحمانه کړني په امریکایې زندانونوکي ديومنل سوي معیارپه توګه ترسره کیږي .
بلخوابیا ویل کیږي چي امریکادبګرام زندان چاري افغان ملګرو(ګوډاګیانو)ته سپاري ګویاچي وښیې افغانستان يوخپلواک هيواددی هرڅه یې افغانان پخپله ترسره کوي که څه هم امریکایې ځواکونه وایې چي دبګرام زندان واک به افغانانوته ورکوي خوفکرنه کیږي چي دنوموړي زندان ټولي چاري دي دکابل ادارې ته حواله کړي .دبېلګې په توګه دافغانانودنيولو ، ،بندي کولو اوبیایې تراوږدې مودې پوري په همدې تعذیبځايونوکي د دساتلو واک اواختیاربه بیاهم دبهرنیانوپه لاس کي وي نه دافغانانو،دکتونکوپه انددکابل اداره به یې يوازي دڅارني چاري سمبالوي وبس .
اوبامادولسمشرۍ دټاکنوپه ځغاستوکي په پرله پسې توګه داژمني تکرارولې چي ټول بدنام وحشي زندانونه په ځانګړي ډول ګوانټانامواو..... به تړي ځکه دامریکااعتبارته یې په نړيواله کچه تاوان رسولی دی .ولي متأسفانه چي تراوسه لاګڼ شمېرافغانان صرف د یرغلګرو سره دمخالفت دشک اوشبهې پربنسټ دګوانټانامو،بګرام اونوروپټواوښکاره زندانونوپه توروتیاروکي دهرډول قانوني ،حقوقي اوبشري نورمونواوارزښتونوخلاف له کلونوکلونوراهیسي بې پوښتني پراته دي چي نه یې دکابل رژیم چي ځان ته دمنتخب نسبت هم کوي په اړه فکرکوياونه یې هم په درځنونودبشري حقونوددفاع په نوم ټولني غم خوري .