عمران خان: پاکستان د یوه دسمال په توګه کارول کېږي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۸مه) د راپورونو په بنسټ، عمران خان له یوې روسي رسنۍ سره د خبرو پر مهال ویلي، چې پاکستان د یوه دسمال کاغذ په توګه د امریکا له لوري کارول کېږي.
 
هغه څرګنده کړې، چې کله پاکستان د امریکا تر څنګ ودرېد، نو زرګونه انسانان یې ووژل.
 
 د ښاغلي عمران خان په خبره، د ترهګرۍ ضد مبارزه کې پاکستان میلیونونه ډالره مصره کړل خو زرګونه کسان وهم وژل شول.