دښامار بچی ښامار وي!

مضر ګاونډې د سولې په پلمه د افغانانو د بربادي په خاطر کابل ته سفر وکړ، چې ددې سفر ثمره يې افغانانو ته په هوايي حریم تجاوز او د راکیټونو باران ؤ. او یواځینۍ موخه يې په افغانستان کې دخپلو پخوانیو متحدینو څخه لیدنه او ورسره يې دجنګ د ګرمولو په برخه کې سلا او مشهورې وې چې ښکاره مثال يې د پخوانې جهادې مشر عبدالرب رسول سیاف سره د ليدنې وړاندیز وو. چې هغه په افغانې مینه دا وړاندیز در کړ.
بله خبره دا چې؛ دوي د تاریخ په اوږدو د افغانستان د بنستیز جوړولو د مخنیوي په خاطر په څومره سپین سترګي خپل نړیوال سیاست پرمخ وړي، چې په دې سیاست کې دوي د انسانیت، اسلامیت، بشریت، ګاونډیتوب، ته هیڅ ارزښت نه ورکوي. ومو لیدل چې دوي د خپل شوم سیاست له مخې په یوه مرمۍ دوه ښکاره وکړل.

یو داچې د جهاد په پلمه يې د شوروي اتحاد نا بودول ؤ، بل داچې د افغانستان نظام بیسټیز ورانول ؤ، چې په دې برخه کې يې دامریکا اقتصادي او بشري قوا په ښه ډول استعمال کړه او جانب طرف چې روس وو، شوروي اتحاد دړې وړې کړ تر څو يې دوي له شر څخه په امن شې، ښه مې په یاد دي چې د پاکستان (ISI ) جاسوسې شبکې به زمونږمشرانو ته ویل، چې د روس نه امریکا ښه ده، ځکه چې امریکا خو اسمانې کتاب او پیغمبر لري، روس خو نه کتاب او نه پیغمبر لري.

نو په دې اساس مونږ مکلف یو چې د روس په شان له بې دینه سره جهاد وکړو، اوس خو يې دا ټول تر خپلو ګټو ځار کړل، له کتاب او پیغمبر څخه تېر شول، او د بې کتابه او بې پیغمبره په څنګ کې ودریدل.

روس، چین او ایران يې هم په دې وېره کې کړل چې دلته امریکا یواځې ستاسو د پیاوړي اقتصاد او د نظام ړنګولو په خاطر راغلې ده، حال دا چې همدغه امریکایانو ته پاکستان په خپله خاوره کې هوايې او زمیني اډې ورګړې وې او د افغانستان د اشغال زمینه سازي يې ورته وکړه، څه موده وړاندې د پاکستان د فوج ویاند دا خبره وکړه، چې په افغانستان باندې د طالیبانو د واکمنیو پر مهال د امریکا فوج د پاکستان له خاورې په طالیبانو ۸۶ زره هوايې بریدونه وکړل چې یادو بریدونو په پایله کې د طالبانو نظام په افغانستان کې نسکورشو، خو دې ته څوک پام نه کوي چې طالبان هم زمونږ افغانان وروڼه دي، د واکمني پر مهال يې ټول افغان ولس په ډېره مینه تر شا ولاړ ؤ.
 
افغانان په ټوله معنا خپلو علماؤ او طالبانو ته درناوي لري، خو پاکستان د خپل شوم اهدافو په تر سره کولو کې له دې پاکو او سپېڅلو نومونو څخه استفاده وکړه، چې په دې سره د پاکستان وفاداري د طالیبانو سره دا په اثبات رسوي چې هغه شاعر وايې.

کله مې ډاک له ډاګه ولې کله غېږ راکوي جانانه عشق دې د پیریانو د اثر په څېر ده

نو پاکستان هم د افغاني طالیبانو او مجاهیدینو سره پيریاني لوبه وکړه او کوي يې.
هېره دې نه وي چې افغانانو دخپل ضعیف سیاست له مخې ګاونډیانو ته څو ځله میدان پریښې، په پښتو کې متل دی، چې وايې: د ښامار بچی ښامار وي، د ښامار کار زهر پاشل وي، چې ښکاره مثال يې د پاکستان ولسمشر افغانستان ته راتګ وه، چې له راتګ څخه مخکې يې هم په افغان حریم هوايې بریدونه وکړل او له تګ څخه يې ورسته هم د کونړ په خاوره د راکیټونو باران وکړ، چې دا کار په طبعي ډول دوي ته له خپلو پخوانیو مشرانو څخه په میراث پاتې دی، که په رښتیا د دوي کار د زهرو پاشل نه وي نو بیا ولې يې د میلینونو افغانانو په وژنه د کندوز د پېښې په شان غمرازي و نه ښوده، ښکاره خبر ده چې د کندوز پېښه د پاکستان د شر اچولو لپاره په افغانستان کې یو ښه فرصت دی.

په همدې ډول له افغان وژونکو څخه هیله کوم چې تاسو یو بل ته د افغان په وینه تویولو اخطارونه مه ورکوئ، په ټوله مانا مونږ ټول افغانان د افغان وژنې سره په کلکه مخالف یو هغه که په کندوز دشت ارچې کې هوای برید وي او یا د کابل په شهر نو د زمبق څلور لارې کې موټر بم چاودنه وي، چې دې ټولو پېښو کې یواځینی میراث افغان میندې او بجیان بې سرنویشته کول دي، که تاسو د امریکا په خلاف جهاد اعلان وي.

نو بیا ولې دواړه طرفونه بې وزله افغانان قتلوي. جنګ، جهاد، فساد، تر نامه لاندې مو خپلې خویندې وژړولې او واړه څلورو کلن ماشومان مو په نشي توکو روږدي دي او د پله سوخته لاندې مو په بد حالت کې وموندل مونږ نه پوهیږو چې ایا د افغانانو د قتلولو په خاطر روان جنګ اسلامي جنګ دی؟

د قدرت د انحصار دی؟
د بهرنیانو د ګټو په خاطر جنګ دی؟
اقتصادي جنګ دی؟
د خاورې د اشغلولو لپاره جنګ دی؟
او که د افغان وژنې جنګ ده؟
مونږ هم په دې ښه پوهیږو چې جنګ د څه لپاره؟

البته اوسنی جنګ په افغانستان کې د دوښمن د شومو اهدافو د پلې کولو په خاطر له جهالت څخه استفاده ده، که په دې ټولنه کې علم او پوهې شتون درلودلی، نو زمونږ د وینې ارزښت به دومر کم نه وو، که تاسو په رښتیا جهاد کوئ نو له افغان وژنې څخه لاس واخلئ، خپل استقلال وساتئ، او اصلي هدف مو په نښه کړئ، چې د داسې جهاد مخه به مو نه افغانان او نه د افغانستان دولت ونیسي.

ښه خبره داده چې د خپلو علماوو او مشرانو په مرسته د بین الافغاني مذکراتو له مخې خپل منځي ستونزې حل کړئ او مشترک دوښمن ته چې مونږ يې تل د خپلې بربادۍ په پار جنګولي يو، یوموټی او ځانونه يې له شومو اهدافو او تل پاتې شر څخه په امن کړو.

د یو اباد او ښېراز افغانستان په هیله: