
روهي (درې نۍ/۲۸ د وري)، د پاکستان په بلوچستان ایالت ګوادر ولسوالۍ کې د چارواکي په وینا، ایراني ځواکونو دوه پاکستاني وژلي او پنځه نور یې ژوندي نيولي. ايراني چارواکو ويلي، چې دغه کسان له بې قانونه لاري ایران ته ننوتل.
په ګوادر سیمه کې چارواکو زیاته کړي چې ایران مړي او نیولي کسان پاکستان ته سپارلي دي. دغه وژل شوي کسان د پښتونخوا د بنو ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
په نیولیو شوي کسانو کې یو د کشمیر، درې د بنو او یو د پنجاب اوسېدونکي دی. د وژل شویو مړی د هغوی پلارني ټاټوبي یعنی بنو ته رسول شوي دي.
خو پنځه نور چې نیول شوي دي د پلټنو او پوښتنو لپاره امنیتی ځواکونو سره دي. د بلوچستان پنځه ولسوالۍ له ایران سره په پوله دي.
کوم پاکستانیان چې بې قانونه ایران یا د دغه هېواد له لارې اروپا ته ځي، انساني قاچاقیان یې د دې ولسوالسو له سختو لارو اړوي.