
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۸مه) په افغانستان کي د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت قومندان جنرال جان نېکلسن ویلي، چې په افغانستان کې به د سولې لپاره پر وسله والو طالبان د دیپلوماتیکو او ټولنیزو فشارونو تر څنګ پوځي فشارونو هم زیات کړي.
هغه ویلي، چې پر پاکستان به هم فشارونه دوام ولري.
دی مني چې د سولې لپاره پر پاکستان باید فشارونه ډېر شي څو د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.
جنرال نیکولسن کندهار ولایت ته په سفر کې د افغانستان د ملي امنیت لوی مشر، د کورنیو چارو او سرحدونو وزیرانو تر څنګ یو شمېر بهرنیو سفیرانو هم د جنرال نېکلسن ملګرتیا کوله.
نیکولسن زیاته کړې، نړیواله ټولنه به تر هغو خپلو پوځي فشارونو ته دوام ورکوي، چي وسله وال طالبان سولې ته چمتو شوي نه وي.