پښتین: ځينې طالبان د نورو په لمسون موږ ته ګواښونه کوي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۸مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي چې ځینې طالبان د نورو له خوا ده او ملګرو ته یې ګواښونه کوي.
 
هغه په ډاګه ویلي، پوځ او حکومت غواړي په ده تور پورې کړي چې د هند یا افغانستان له استخباراتو ملاتړ لري.
 
نوموړي یو وار بیا څرګنده کړې ده، چې دغه تحریک یې د خپلو حقوقو د خوندیتوب لپاره رامنځ ته کړی دی.
 
پښتین وویل هغه د پاکستان له حکومت غواړي چې د لادرکه پښتنو په اړه دې ورته معلومات ورکړي، تر محاکمې پرته وژنې دې بندې شي او د پښتنو په سیمو کې دې پوځي امنیتي پوستې نورې ختمې شي.