پرويزف مشرف د خپلې واکمنۍ په وخت کې، ۴ زره پاکستانيان په بهرنیو هېوادونو خرڅ کړي وو

روهي (درې نۍ/۲۸ د وري) د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف ۴۰۰۰ پاکستانیان نورو ملکونو ته سپارلي او په بدل کې يې له هغوي څخه پيسې اخېستې وې. دغه څرګندونې د پاکستان د ورک شوو کسانو د کمیسیون مشر اقبال د پارلمان د بشري حقونو کمیټې ته کړی دي.

ښاغلي اقبال زیاته کړي چې په دغه پټې معاملې کې د خیبر پښتونخوا سیاستمدار افتاب شیرپاو چې هغه وخت د کورنیو چارو وزیر و، هم شامل دی.

نوموړی ویلي چې ډیری دغه کسان امریکا ته سپارل شوي چې مشرف دهغوی په بدل کې ډالر تر لاسه کړي. ښاغلي اقبال په پارلمان هم نیوکه کړي، هغه ویلي چې پارلمان په دې اړه تر اوسه پورې هېڅ اقدام نه دی کړي.

له دې نه وروسته چې په پاکستان کې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې تحریک پیل شوي دا لومړی ځل دی چې په پاکستان کې د لادرکه کسانو په اړه خبرې کیږي.