نوک وورۍ مې شته، د قاف تر شا لاره وباسم
ستونزې به په کې وي خو تر تا لاره وباسم
توره تروږمۍ ده، توره شومه، تورې ورېځې
ځان لمبه کوم خو تر رڼا لاره وباسم
دا شپې به تر څو زما پر کور باندې خپرې وي
توکل پر خدای پاڅېږم تر سبا لاره وباسم
ړنګو دېوالونو، ماتو ورونو نه نور تېر یم
دروغو کلي وران کړل، د ريښتبا لاره وباسم
اوښکو مې د ژوند پاخه برجونه نړولي
نور د غرونو زړه کې په خندا لاره وباسم
وروستي