ټوخی

سړي وټوخل، د اوسپنیزې دروازې پر زنګ وهلي دستګیر یې زور وکړ، غوسه ورغله، سږمې یې وپړسېدې، ټیټ شو، د خاورین دېوال له بېخه یې کوچینۍ ډبره ور‌واخیسته، ډنګر لاس یې له ځړېدلي پټو راوویست، په پوره زور یې دروازه وډبوله....

ښځې د خونې تورې دوربچې ته وکتل، غوږونه یې څک کړل، په بیړه د تناره له څنډې پر شا شوه، په اوړو سپېره لاسونه یې ومروړل، وڅښېده، وړاندې یې د خمیردان تر څنګ چالانه راډیو غلې کړه....

سړي په نم ککړه ډبره پر ځمکه وویشته، شاته شو، ښۍ پښه یې د اوسپنیزې دروازې بېخ ته برابره کړه....
څو شېبې وروسته ښځې له خلاصې دروازې بهر د خاوند پر ډنګر مخ او سرو سترګې خښې کړې، په لمدو ګوتو یې د زاړه ټکري سوې څنډه سمه کړه، په غوسه یې وویل:

— ته دا دوه شپې چېرته ورک وې!؟

سړي د ځړېدلو وروځو له بېخه د ښځې په لوګي تور تندي ته وکتل، په اوږده- لوېدلي- لړزانده اواز یې وویل:
— ورکه شه د نه سړي لورې- دا دروازه ولې په وخت نه خلاصوې!؟

ښځې په لمدو سترګو سړي ته ترخه وکتل، لنډه راتاو شوه، د خونې پر لور یې چټک ګامونه واخیستل....
سړی د کوټې په لور شاولې- واولې روان و، پرله پسې يې ټوخل، خیرن پټو یې په خاورو کې څښېدا.

پای