هيواد ساتنه وسله نه، لوی زړه او مینه غواړي

پاکستاني پوځیانو د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند سیمو کې د تل په څېر په پوره سپین سترګۍ بیا هم یوه ناکامه هڅه وکړه چې د فرضي کرښې په اوږدو کې د ټولو موجوده نړیوالو توافقاتو خلاف پوځي تحرکات وکړي. د پاکستان لخوا د دغو تحرکاتو یوه برخه د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د نویو پوستو جوړول و.

د افغانستان پر خاوره د پاکستان دغه ښکاره پوځي تېری، د ځاځي میدان ولسوالۍ د سیمه ییزو اوسېدونکو او میشتو افغان پوله ساتوځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شو. د ځاځي میدان ولس له خپلې خاورې سره د ریښتیانۍ مینې له مخې په لومړنیو شېبو کې د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته ور ودانګل او په پوره زړورتیا، او تشو لاسونو يي له خپلې سیمې دفاع وکړه او پاکستان پوځ ته يي تاریخي ماتې ورکړه. د پاکستان پوځ سره له دې چې له وړاندې يي د افغانستان له لوري د احتمالي ګواښونو لپاره پوځي چمتوالی نیولی و، خو د ولس زور ته ټینک نشو او په لومړنیو شیبو کې يي له سیمې پښې سپکې کړې.

د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسېدونکو دغه کړنه په حقیقت کې له خپلې خاورې د دفاع په برخه کې د ټول افغانستان د عزم او مېړانې بېلګه بیانوي، دوی یو ځل بیا په عمل کې له نظام او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ په ډاګه کړ او له خپلې خاورې سره يي د ریښتینې مینې ژوره ژمنتیا ثابته کړه.

د افغانستان اوږد او بډایه تاریخ د افغان ولس له مېړانو ډک دی چې په تشو لاسو او نشتو امکاناتو يي د نړۍ زبرځواکونه پر ګونډو کړي او امپراتورۍ يي نړولې دي. افغانانو له دې خاورې، لوی لوی زبرځواکونه شرمیدلي شړلي او هر ډول بهرنۍ دسیسي يي شنډې کړې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د فرضي کرښې په اوږدو کې، پاکستاني پوځیان له نړیوالو قوانینو سرغړاوی کوي او د کرښې دې غاړې ته پوځي تحرکات کوي. له تېرو څو کلونو راهیسې حکومت هرځل د پاکستاني پوځ پر وړاندې د بلمثله عمل لپاره اقدامات کړی او دا اقدامات د دې سبب شوي چې کرښه څو ځله د سختو جګړو لیدونکې وه او دواړو لورو ته د سر په بیه پرېوځي.

په اوس کې دا بریدونه په داسې حال کې د پاکستان پوځ لخوا کیږي چې د دغه هېواد له پېدایښت راهیسې د افغانستان د بربادۍ او کمزورۍ لپاره خپرونې جوړې کړې او هڅه يي کړې چې په افغانستان کې د نا آرامیو له لارې خپلې موخې تطبیق کړي. د پاکستان راکتي بریدونه او د افغانستان په خاوره کې دننه پوځي تحرکات هم د یوې منظمې تخریبي خپرونې یوه برخه ده.

پاکستان چې په دې جغرافيي کې کله را پيدا شو نو، نه یوازې د افغانستان لپآره بلکې د ټولې سیمې او نړۍ لپاره سرخوږی شو. د نورو اهدافو او سیمه ییزو ناسالمو سیالیو لپاره يي په افغانستان کې بستر جوړ کړ او نفوذ يي وکړ، د همدې موخو لپاره يي دلته يي پر بېلابلو برخو پانګونې وکړې. د ترهګرۍ پاللو ترڅنګ يي یوه بله لویه پروژه چې اوس يي ډېره توده کړې د ډیورند کرښه ده.

پاکستان پوځ غواړي چې د ډیورند کرښې لانجه توده کړي او د افغانستان له دې نازک وضعیت څخه ناوړه ګټه پورته کړي. د دوی ستره غوښتنه او هدف دا دی چې د ډیورنډ فرضي کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې رسمي کرښې په توګه پر افغان لوري ومني. هغه غوښتنه چې په ځلونو رد شوې او منل به يي د پاکستانیانو په خوبونو کې د یوه خیال په توګه تر ابده پاتې شي.