
(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،وری۲۷مه) د سعودي عربستان پاچا شاه سلمان ویلي، ایران د سیمې د هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او د ترهګرۍ ملاتړی دی.
هغه د عرب هېوادونو په ۲۹ کلنۍ ناسته کې پر سوریې د امریکا، برېتانیا او فرانسې وروستیو بریدونو ته اشاره ونکړه، خو پر ایران یې یو ځل بیا سختې نیوکې وکړې.
شاه سلمان د امریکایي حکومت هغه پرېکړه هم وغندله چې له مخې به یې په اسرائيلو کې د امریکا سفارت له تل ابیب ښار بیت المقدس ښار ته ولېږدول شي.
نوموړي په ختیځ بیت المقدس کې د اسلام تمدن د خوندي ساتلو لپاره د ۱۵۰ ملیونه ډالرو مرسته هم اعلان کړه.