
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۷مه) د امریکا څارګرې ادارې اېف بي ای پخوانی مشر جېمز کومي ویلي، چې دامریکا ولسمشر د ولسمشرۍ اخلاقي وړتیا نه لري.
په وینا یې، ټرمپ له ښځو سره داسې چلند کوي، لکه د غوښې ټوټه یې چې وي.
د کومي په خبره، ټرمپ ته ریښتونولي کوم ارزښت نه لري.
امریکايي رسنیو خبر له مخې، د ښاغلي کومې دې څرګندونو وروسته سملاسي ټرمپ غبرګون ښودلی او جېمز کومي یې دروغجن سړی ګڼلی.
ښاغلي کومي ویلي:
"زما په اند له طبي پلوه د ولسمشرۍ وړ دی، خو په اخلاقي ډول د ولسمشرۍ وړ نه دی".
ویل کېږي دا د ټرمپ او کومي ترمنځ د پخواني جګړې نوی پړاو دی.