په کشمیر کې په یوې ماشومې جنسي تيري او قتل خلک په غوسه کړي

روهي (دوه نۍ/۲۷ د وري)، د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په سیمه کې په یوې اته کلنې نجلۍ جنسي تیري او قتل یې په ټول هند کې خلک سخت په غوسه کړي دی. دغه ماشومه څو ورځې په (مندر) کې ساتل شوې وه او د هغې د قتل کولو مخکې په هغې په پرله پسې جنسي تيري شوی وو.

دا لومړی ځل نه دی چې دا کار کیږی بلکه د هند په بیلابیلو ښارونو کې په ماشومانو جنسي تیري کیږی. خو دا ځل دا ناوړي کار د هند دیر خلک را پارولی. او اوس د هند په مختلفو ښارونو کې خلک مظاهرې ته راوتلي او د حق غوښتنکې دی.

د ۲۰۱۲ کال راپدیخوا دا لومړی ځل دی چې په هند کې دومره ګڼ شمیر خلک مظاهرې کوي. د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۲ کال کې په ممبۍ کې د قتل د یوې پښې پر ضد هم پراخه مظاهرې شوې وې.
 
همدارنګه په دغو روانو مظاهرېو کې د کشمیر د بهارتیه جنتا ګوند یو وزیر هم ګډون ګړی.
د هند صدراعظم نریندرمودي هم ویلي دي چې مجرمان په د قانون د منګولو نه خوندي پاتې نشي.