
روهي (دوه نۍ/۲۷ د وري)، د پاکستان په کوټه ښار کې تېره شپه داعش وسلوالو د يو موټرسايکل په وسيله د عيسويان په عبادت ځای بريد وکړ، چې درې پاکستاني عيسويان يې ووژل او اووه نور يې ټپيان کړل.
په سيمه کې د داعش د خراسان په نوم يوې ډلې د تېرې شپې او همدا ډول څه وخت وړاندې په کوټه کې د دوو نورو تر سره شويو بريدونو مسووليت په غاړه اخېستی دی.
له بريد وروسته د سيمي عيسويان د لاريون په ډول سړکونو ته را ووتل او د يو څو ساعتونو لپاره يې د ټېرونو په سوځولو سره د ( بروري) په نوم يو سړک بند کړ.
له تېر کال راهيسې، په کوټه کې د عيسويانو په عبادت ځايونو د تر سره شويو بريدونو په پايله کې، تر اوسه ۱۵ عيسويان وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.