
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۷مه) سپینې ماڼۍ تیره ورځ ویلي، ډونلډ ټرمپ غواړي چې د سوریې نه خپل پوځونه بیرته راوباسي.
له دې وړاندې د فرانسې ولسمشر ماکرون ویلي و چې ما کوښښ وکړ تر څو ټرمپ په پاتې کیدو راضي کړم.
هلته د سپیني ماڼۍ ویاندې ساره په وینا، د امریکا لپاره چې څه اړین وي نه یې بدلوي.
ویل شوي، چې غواړي د اسلامي دولت ډله وځپي خو اوس حالت برابر نه دي.
ښاغلي ټرمپ له خپلو متحدینو غوښتي چې د سیمی پوځي او مالي مسوولیت په غاړه واخلي، تر څو امنیت وساتي.